اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ډاډ ورکړی چې په دې ولایت کې به لويي نيمګړې پروژې بشپړېږي.
نوموړي نن (چهارشنبه، ۲۷ د مرغومې) په ننګرهار کې له يو شمېر ولسي خلکو، دیني عالمانو او سوداګرو سره په لیدنه کې همدا راز د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک او په دې ولایت کې د زر بستریز روغتون په څیر د ځینو لویو پروژو د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنه وکړه.
د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملابرادر همدا راز زياته کړې چې حکومت یې په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د ننګرهار د سوداګرو د ملاتړ په موخه پر شوکاڼو او نورو قیمتي ډبرو لګول شوې ګمرکې تعرفې راکمې کړي.
برېښنا، د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک د نيمګړو چارو بشپړول، د ننګرهار هوایي ډګر بیارغونه او پر کونړ سیند د بریښنا بند جوړول د دې ولایت د اوسیدونکو لويي غوښتنې دي.
