اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي، چې د سويلي کوريا په مالي ملاتړ په افغانستان کې ۹۵۰ ټولنيز محوره ښوونيز ټولګي جوړوي.
يونيسف نن (چهارشنبه، ۲۷ د مرغومي) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې په دې ټولګيو کې به ۱۴۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.
دې بنسټ ويلي، چې دا ښوونيز ټولګي د زده کړې، الهام ورکولو او راتلونکي د رغونې يوه فضا ده.
يونيسف تر دې وړاندې هم زده کړو ته د نجونو په ګډون د ماشومانو د لاسرسي لپاره ښوونيز ټولګي جوړ کړي دي.
دا ټولګي داسې مهال کې جوړېږي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منعه کړې دي.
دا ډله اوس مهال د ديني مدرسو او جوماتونو جوړولو ته زياته پاملرنه کوي.
