اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د کانال ریاست اړوند د هډې فارم سیمه کې پر ۳۰ جريبه ځمکه د اسيايي بانک له لوري د ۱۴۳ میليونه افغانيو په مالي لګښت سولري سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار کې د کانال ریاست لپاره د طالبانو رییس غلام الرحمن کظیم نن (چهارشنبه، ٢٧ د مرغومي) وویل، دغه سولري سیستم ۱.۲ ميګاواټه برېښنا تولیدوي، چې شل زره جريبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
کظیم وویل: «د ننګرهار کانال شرکت اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو په موخه د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، پر دې پروژه د آسیا پراختیايي بانک د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۳ کاله وړاندې په ذکر شوې پروژې کار شوی و، چې د يو څه نېمګړتيا لرلو له کبله یې د تسلیمۍ چارې ځنډېدلې وې، له نېکه مرغه نن موږ ته تسلیم او ګټې اخستنې ته مو وسپارله.»
د کانال رییس د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د یادې پروژې په ساتنه کې همکاري وکړي، ځکه ډېره ګټه یې دوی ته رسېږي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې سږکال یې ٣٥٠ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې تیر ته په پرتله څو چنده لوړوالی ښیې.
د ننګرهار کانال پروژه د هېواد له سترو زراعتي او اقتصادي پروژو څخه ده، چې۶ لسیزې وړاندې جوړه او اوسمهال په جلال اباد ښار او ۷ ولسوالیو کې ۸۶ زره جریبه ځمکه لري.
