پاکستان تر تورخم وروسته په خوست کې «غلام خان» بندر هم وتاړه

اطلاعات روز: په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې دپاکستان سرحدي مسوولينو تر تورخم وروسته په دې ولايت کې «غلام خان» بندر هم د بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ په وړاندې تړلی.

د سرچينو په وينا، دا لاره نن (سې‌شنبه، ۲۶ د مرغومې) د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې.

همدا راز، د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالي کې يوې سرچينې د نوم پټ ساتلو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې له نن سهار راهيسې پاکستان ته د «خرلاڅي» له لارې هم د غټو موټرو تګ-راتګ نه دی شوی او له کرښې دې غاړه په ګمرک ساحه کې موټر درول شوي دي.

تر اوسه طالبانو او پاکستان په رسمي توګه د دې لارو د تړل کیدو په اړه څه نه دې ويلي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې د روانې اونۍ له شنبې ورځې راهيسې په ننګرهار کې تورخم لار هم د بار وړونکو موټرو په وړاندې تړلې.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس نور محمد حنيف ويلي چې پاکستان د بار وړونکو موټرو د تګ-راتګ لپاره له افغان چلوونکو د پاسپورټ او ويزې غوښتنه کوي.

دا طالب چارواکي وايي چې دوی هم د پاکستان د اقدام په ځواب کې د دې هيواد له موټر چلوونکو پاسپورټ او ويزه غواړي او له دې اسنادو پرته ورته افغانستان ته د راتګ اجازه نه ورکوي.

پاکستاني رسنيو د دې هيواد د چارواکو له خولې ويلي چې دوی افغان چلوونکو ته د پاسپورټ او ويزې اخيستلو وخت ورکړی و، خو دې موټر چلوونکو دا مهلت جدي نه و ګڼلی.

تر دې وړاندې د دواړو هيوادونو موټر چلوونکو په خپلو پېژندپاڼو يوه او بل لور ته تګ-راتګ کاوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه