اطلاعات روز: د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت د دغه هیواد پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې ترڅو حزب تحریر د یو «تروريستي سازمان» په توګه وپیژني.
دې وزارت پرون (دوشنبه، ۲۵ د مرغومي) د يوې اعلاميې په خپرلو سره ويلي، چې که پارلمان موافقه وکړي، حزب تحرير به د روان کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه په برتانيا کې د يوه تروريستي سازمان په توګه وپېژندل شي.
د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د دې حزب ممنوع کېدل په دې معنا دي چې «[د دې ډلې] غړيتوب، په يوه عامه ځای کې يې ملاتړ ته بلنه او يا يې هم د مقالو ښودل چې د دې ډلې د غړيتوب او يا ملاتړ ګومان را پيدا کوي، جرمي کړنه ګڼل کېږي».
د برتانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د دې ډلې د ملاتړ په مجازاتو کې تر ۱۴ کاله بند هم شامل دی او کېدلای شي د محکمې له لوري له جريمې سره يو ځای او يا هم د جريمې پر ځای ورکړل شي.
د برتانيا د کورنيو چارو وزير ويلي، چې دا ډله يو «یهود ځپونکی» سازمان دی او «په فعاله توګه د تروريزم هڅونه او ستاينه کوي».
د برتانيا د کورنيو چارو وزارت همدا راز پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې «د حماس د غير قانوني بريدونو هڅونه او ترويج او د دې ډلې يهود ځپونکې ايډيولوژي وحشتناکه ده.»
دې وزارت زياته کړې: «د دې ډلې غړيتوب او ورته بلنه به جرم ګڼل کېږي.»
د حزب تحرير بنسټ د ۱۹۵۳ کال پر مهال د فلسطيني روحاني تقی الدين نبهاني له لوري ايښودل شوی. شيخ عطاء بن خليل ابورشته له ۲۰۰۳ کال راهيسې بيا تر اوسه د دې ډلې مشري کوي.
د دې ډلې اصلي مرکز په لبنان کې دی، خو په بېلابېلو هيوادونو لکه برتانيا، امريکا، اسټراليا او کاناډا کې دفترونه لري.
طالبانو هم په وروستيو ورځو کې ځينې کسان د دې ډلې د غړيتوب په تور نيولي دي.
په وروستي ځل دوې ورځې وړاندې په تخار کې ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې طالبانو د دې ولايت په مرکز تالقان ښار کې ۱۵ تنه د دې ډلې د غړيتوب په تور نيولي دي.
د ۱۳۹۹ لمريز کال پر مهال د افغانستان د جمهوري رياست پخواني مرستيال امرالله صالح ويلي و، چې دا ډله د هيواد له عدليې وزارت سره ثبت نه ده او په افغانستان کې يې فعاليت غير قانوني دی.
