د تورخم دروازې د تړل کیدو څلورمه ورځ؛ افغان سوداګر له مالي زیان سره مخ دي

اطلاعات روز: افغان سوداګر وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم ترانزیټي لاره له تېرو څلورو ورځو راهیسې لاهم د سوداګریزو توکو د انتقال په موخه تړلې، چې له کبله یې سوداګر له زیان سره مخ دي.

سوداګر حاجي حمیدالله وایي، چې د تورخم، غلام خان او نورو لارو له تړل کیدو سره دواړو خواوو ته سلګونه هغه باروړونکي موټر بند پاتې دي چې مختلف توکي په کې بار او ورځ تربلې یې ځنډول د سوداګرو په زیان تمامیږي.

حاجي حمیدالله زیاتوي:«د تورخم لاره چې نن څلورمه ورځ ده تړل شوي، نو دواړو خواوو سلګونه هغه موټرې ولاړې دي چې سوداګریز توکي په کې بار دي او هره ورځ یې توان مونږ ته رسیږي؛ غوښتنه کوو چې د تورخم، غلام خان او نورې سوداګریزې لارې دې ژر خلاصې شي.»

یو بل سوداګر احسان الله هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د تورخم د لارې دواړو غاړو ته په موټرو کې بار سبزیجات او میوې یې خرابې شوي او دوی ته لوی مالي زیانونه اوښتي دي.

نوموړی پر طالب چارواکو هم نیوکه کوي، چې د سوداګرۍ په برخه کې د نا مشخصې پالېسۍ له امله ډیر کله افغان سوداګر له زیان سره مخ کېږي.

هغه د تورخم لارې د ژر خلاصیدو او د سوداګریزو موټرو چلوونکو ته د پاسپورټ او ویزې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي وایي، چې د دې لارې له بندیدو سره دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او افغان سوداګرو ته د زرګونه ډالرو زیان اوښتی.

نوموړی زیاتوي له دې وړاندې د پاکستان حکومت افغان موټرچلوونکو ته وخت ورکړی و، چې پاسپورټونه ترلاسه کړي خو موټر چلوونکي د تخنيکي ستونزو له امله ونه توانېدل چې پاسپوټونه ترلاسه کړي، نو ځکه پرې د پاکستان حکومت لاره وتړله.

الکوزی زیاتوي: «د تورخم لاره لا نه ده خلاصه شوې او ورسره سم د ډنډ پټان لاره هم بنده شوه او د انګورو اډې لاره خو لا پخوا بنده وه، همدا راز د چمن لاره له دریو میاشتو راهیسې بنده ده او یوازې د غلام له لارې یوڅه موټر راځي؛ تراوسه له دواړو لورو هېڅ اقدام نه دی شوی او زرګونه لارۍ دواړو خواوو ته ولاړې دي.»

په ورته مهال عام خلک شکایت کوي چې د تورخم او نورو سوداګریزو لارو په بندیدو سره په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې دي.

بل لور ته د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره یې له پاکستاني لوري سره خبرو پایله نه ده ورکړې.

نوموړی زیاتوي نن څلورمه ورځ ده چې دغه لار د لویو لاریو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزو جبري کېدو له کبله تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي دوی هم ورته اقدام کړی او له پاکستاني لارۍ چلوونکو څخه یې د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کړې.

د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم، سپین بولدک او نورې ترانزیټي لارې په څوځلې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو او ناندریو له امله تړل شوي او بیا خلاصې شوي چې تر ډیره یې زیان افغان سوادګرو او عامو خلکو ته اوښتی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه