هند په دويمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

Photo: ACB Facebook

اطلاعات روز: د افغانستان او هند تر منځ د درو شل اوريزو لوبو د لوبلړۍ په دويمه لوبه کې هند د افغانستان له لوري د ۱۷۳ منډو ورکړل شوی هدف په شپاړسم اور کې د څلورو ويکيټو په له لاسه ورکولو پوره کړ.

دا لوبه چې نن (يکشنبه، ۲۴ د مرغومې) د هند د مهاپردېش ایالت په انډور ښار کې وشوه، هند پکې د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په بايللو سره هند ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لورې ګلبدين نايب تر ټولو زياتې ۵۷ منډې وکړې.

د هند له لوري د توپ وهنې پيل بريدګر و او د پيل لوبغاړي جېسوال په ۳۴ توپونو ۶۸ منډې وکړې. همدا راز، د هند يوه بل لوبغاړي شيوام دوبي په ۳۲ توپونو ۶۳ تيزې منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې فضل الحق فاروقي او نوين الحق يو – يو او کريم جنت دوه هندي لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان او هند تر منځ د دې لوبلړۍ لومړۍ شل اوريزه لوبه د روانې جنوري مياشتې پر يوولسمه شوې وه چې هند د افغانستان له لوري د ۱۵۹ منډو ورکړل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړی و.

افغانستان به د روانې مياشتې پر ۱۷ نېټه د هند په بنګلورو ښار کې له هندۍ لوبډلې سره د لوبلړۍ وروستۍ شل اوريزه لوبه ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه