د ناټو سرمنشي: افغانستان له مناسب وخت وړاندې نه پرېږدو

اطلاعات روز: د ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي چې ناټو ځواکونه افغانستان له مناسب وخت وړاندې نه پرېږدي.

نوموړي دغه خبرې د ناټو دفاع وزیرانو له ناستې یوه ورځ وړاندې کړې دي. دغه ناسته پام کې ده چې دوو ورځې چهارشنبه او پنجشنبه (۲۹ او ۳۰ د سلواغې) په انلاین بڼه ترسره شي.په دې ناسته کې په افغانستان او عراق کې د ناټو ماموریت ارزول کیږي.

د ناټو سرمنشي ویلي، د ناټو هېڅ متحد نه غواړي چې افغانستان کې له اړین وخت ډېر و اوسي، خو دا هېواد به له مناسب وخت وړاندې پرې هم نږدي.

سټولټنبرګ دغه راز ویلي چې ناټو له افغان سولې ملاتړ کوي او سولې ته تر رسېدو به د افغانستان له امنیتي ځواکونو هم ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، افغانستان کې د ناټو شتون سولې ته د ژمنې پر بنسټ منظم شوی دی. هغه په ورته وخت کې د افغانستان له دولت او طالبانو ډلې غوښتي چې له تاریخي راغلي فرصته دې ګټه واخلي او د سولې پروسه کې دې پرمختګ ګړندی کړي.

د ناټو سرمنشي دغه راز له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او له نورو ترهګرو ډلو سره دې د اړیکو پرېکولو پر ژمنې عمل وکړي.

 هغه د روان کال د سلواغې په ۲۹مه هم ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر خپل ټوېټر ولیکل چې د افغانستان په اړه د ناټو دریځ بدلون نه دی کړی او په افغانستان کې د دې سازمان د ځواکونو شتون به پر شرایطو ولاړ وي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون پر بنسټ ټاکل شوې وه چې بهرني ځواکونه د مې په میاشت کې افغانستان پرېږدي. طالبانو ژمنه کړې وه چې د القاعدې ډلې په ګډون به نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

خو امریکایي او ناټو چارواکو وړاندې ویلي و چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. خو طالبانو بیا ویلي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او پرې یې عمل کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه