نورستان کې ځايي خلک شکایت کوي، چې د دغه ولایت مرکز پارون ته د غځېدلې لویې لارې د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي، چې د لسیزو په تېرېدو حکومتونو د دغې ستونزې د حل لپاره کارنده ګامونه نه دي پورته کړي.
دوی وايي، د سړک د خرابوالي له امله په ساعتونو ساعتونو مزل کوي، چې ډېر کله خپل ناروغان روغتون ته نه شي رسولی او پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نورستانیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د پخواني جمهوري حکومت په څېر دې د ژمنو له تازه کولو ډډه وکړي او د پارون ـ اسعد آباد لویې لارې د اساسي جوړولو لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
د نورستان اوسېدونکي وايي، د دغې لویې لارې د خرابوالي له امله ځېنې وختونه د سپرلیو موټر سیند او خوړ ته لوېږي، چې د موټر د خرابوالي سربېره خلکو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
د نورستان د پارون اوسېدونکی حاجي صاحب خان وايي، پارون ته غځېدلی سړک د خرابوالي ترڅنګ دېر کوچنی هم دی، چې په ډېری ځایونو کې دواړو خواوو ته پر یوه وخت موټر له یوه بل تېرېدلی نه شي، چې د ټکر او پر دوی د ناوخته کېدو سبب کېږي.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «دومره اندازه باندې سړکونه دي، چې ایله یو موټر هغه هم په ډېرو خواریو تېرېږي، همدا نن یو موټر په سیند کې ګوزار شوی، یو موټر روان و له هغې خوا بل پرې راغلی، چې دواړه جنګېدلي او یو موټر سره له سوارلۍ سیند ته غورځېدلی، چې دا مخلوق ترې چاپېر دی او بېرته یې ویستلی نه شي.»

د نورستان اوسېدونکي وايي، د سړک د خرابوالي له امله د دوو ساعتونو لار په شپږو ساعتونو طی کوي، چې ډېر کله د سړک د خرابوالي له امله نه شي کولی خپل ناروغان پر وخت کونړ ته ورسوي او ځېنې ناروغان روغتون ته پر لار خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د نورستان د پارون اوسېدونکی سید الرحمن په دې تړاو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره وویل: «که مریض له پارون نه مونږ را واخلو کونړ ته یې رسوو، نو مریض په لاره کې وفات شوی وي، عادي مریض د اپنډېکس وي، خو د هغه علاج دلته نه کېږي او مجبور یو چې کونړ یا ننګرهار ته یې بوځو، خو بعضې وخت مریضان د سړک له وجې لاره کې ساه ورکوي.»
د پارون ـ اسعد آباد پر لویه لار موټر چلوونکي هم د یادې لارې له خرابوالي سر ټکوي او زیاتوي، چې ګټل شوې پیسې بېرته پر موټرو لګوي.
دوی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د دغې لویې لارې د جوړولو لپاره د ژمنو پرځای عملي ګامونه واخلي.
موټر چلوونکی واحد الله زیاتوي: «لاره خو داسې ده، چې په نشت باندې حساب ده، بېخي د تګ راتګ نه ده، خو مونږ مجبور یو ضرورتونه لرو، غریب خلک یو، همدا مو کسب دی، موټر ټولې په نشت حساب شوې، ټولې تباه شوې، ډېر عوارض کوي؛ ځکه چې لاره ډېره کنډو کپر ده، زمونږ غوښتنه دا ده، چې حکومت [طالبان] دې د دغې لارې د جوړولو لپاره عملي اقدام وکړي»

بل لور ته نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکي هم مني، چې د پارون ـ اسعد آباد لویې لارې د خرابوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو وايي، مرکزي حکومت ورسره ژمنه کړې، چې راتلوونکي ۱۴۰۳ کال کې به د دغه سړک د رغولو عملي چارې پېل شي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي فیصل مختار وویل: « د نورستان ولایت والي صیب او نور مشران [طالبان] تللي وو، امیر المومنین ته او هغوی اطمینان ورکړی، چې ان شاءالله په راتلوونکي کال کې به دا سړک جوړېږي، په دې آخره کې فواید عامې وزارت هم مونږ ته اطمینان راکړی، چې د نورستان سړک په راتلوونکي کال کې د مالیې وزارت په بودیجه کې نیول کېږي.»
د پارون ـ اسعد آباد لویه لار ۱۲۰ کېلو مټره اوږدوالی لري، چې د غرونو، سیند او خوړونو له منځه تېرېږي او ځايي خلک وايي، که دغه سړک په بنسټیز ډول ورغول شي له مرکز پارون څخه به د کونړ مرکز اسعد آباد ته د شپږو ساعتونو پرځای په دوو ساعتونو کې رسېږي.
باور دا دی که دا سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول شي په دغه ولایت کې د طبیعي زېرمو په را ویستلو او لېږدولو کې به ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ورسره سم به د یاد ولایت د فقر ځپلي ولس په ژوند کې مثبت او د پام وړ ښه والی راشي.
