اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت خبر ورکړی چې د بغلان ولايت د سرو زرو، د پروان د کرومايټ او هرات ولايت د ډبرو سکرو او اوسپينو د معادنو د استخراج په موخه يې څو تړونونه لاسليک کړي دي.
د دې وزارت په وينا، دا تړونونه د ۱۰ ميليارد او ۱۵۰ ميليون زياتو افغانيو په ارزښت نن (پنجشنبه، ۲۱ د مرغومې) په کابل کې له خصوصي شرکتونو سره لاسليک شوي دي.
د کانونو او پيټروليم وزارت له اعلان سره سم، د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د «قره ذغن» د سرو زرو د معدن د استخراج پروژه تر ۱۲۴ ميليون زياتو افغانيو په پانګونې او د طالبانو د حکومت په ۵۵ سلنه رويالټي يا هم حق مالکيت سره «مدثر اشنا» او «باختر يونين» شرکتونو ته ورکړل شوې ده.
همدارنګه د هرات ولايت د پښتون زرغون د اوسپينې د استخراج تړون تر ۱۴۰ ميليون امريکايي ډالرو په زياتې پانګونې او د طالبانو حکومت ته په ۲۰ سلنه رويالټي سره له «همګرایان غرب» شرکت سره لاسليک شوی دی.
د طالبانو د معادنو وزارت زياته کړې چې د پروان ولايت د کوه صافي د کرومايټ معدن د استخراج تړون په ۱۸۰ ميليون افغانۍ پانګونې سره له «عليم شاه بابا» او «جاويد نيازي» شرکتونو سره لاسليک شوی چې پر يوه ټن به ۱۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ رويالټي ورکوي.
همدا راز د طالبانو د معادنو او پيټروليم وزارت د هرات د کرخ ولسوالۍ د مسجد چوبي سيمې د ډبرو سکرو استخراج په ۱۵۱ ميليون افغانۍ پانګونې او فی ټن دوه سوه زره او ۲۰۰ افغانۍ رويالټي سره «حضرت بلال خالد لمیټیډ» شرکت ته ورکړی دی.
د معدنو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور د دې تړونو د لاسليک په مراسمو کې ويلي چې په دې پروژو کې به په مستقيمه او غير مستقيمه توګه لس زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
ده د امو حوزې د نفتو د استخراج په اړه هم معلومات ورکړي او ويلي يې دي چې ۱۸ د نفتو څاګانې فعالې دي او هره ورځ ترې يو زر او ۱۰۰ ټنه نفت استخراجېږي.
د طالبانو د معادنو او پيټروليم وزارت سرپرست د نورو څلورو لويو قراردادونو په اړه هم معلومات ورکړي چې د اعلان په مرحله کې دي او ويلي يې دي چې په دې پروژو کې د پنجشير ولايت د اوسپينې معدنونه، د جوزجان د سيمټو د توليد فابريکه، د غور ولايت د ډبرو سکرو د تولک معدن او د کندوز ولايت د سرو زرو معدن پکې شامل دي.
طالبانو په پراخه توګه د افغانستان د معادنو او طبيعي سرچينو استخراج ته مخه کړې ده. د شنونکو په وينا، دا ډله هڅه کوي چې د افغانستان د طبيعي سرچينو د استخراج له لارې خپله بودجه پوره کړي.
د طالبانو له لوري د هيواد د سرچينو پر استخراج نيوکې هم کېږي او يو شمېر سياسي ډلې او څيرې وايي چې دا ډله د هيواد معدنونه «ليلاموي».
