اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ١٥ غړي مسموم شوي دي.
د سیمې اوسیدونکی مطیع الله وایي، پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ٢٠ د مرغومې) د کامې ولسوالۍ اړوند «زر شویې» سیمه کې شوې.
نوموړی زیاتوي په یاده سیمه کې د یوې کورنۍ غړي د ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي او بیا د کلیوالو لخوا ټول مسموم شوي کسان د کامې روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي دي.
بلخوا د کامې ولسوالۍ روغتون کې یوې روغتیایې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط هم تایید کړې، چې تیره شپه ورته له یادې سیمې د یوې کورنۍ پنځلس غړي په مسموم حالت کې روغتون ته راوړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې ډاکټرانو له طبي معایناتو وروسته تشخیص کړې، چې یادو کسانو د کوکنارو پاڼې د سبو په ډول خوړلي، چې له امله یې مسموم شوي دی.
بلخوا په کامې ولسوالۍ کې ځایې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی.
د یادولو وړ ده، چې تیر کال هم په ورته ډول پېښه کې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مسموم شوي وو، چې له ډلې یې دوه ماشومانو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
