د مولانا فضل الرحمان او ملا حسن اخوند ليدنه: زموږ موخه د طالبانو او پاکستان تر منځ د ناسم پوهاوي ختمول دي

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو له لومړي وزير ملا حسن اخوند سره په ليدنه کې ويلي چې کابل ته د ده او د ملګرو د سفر موخه يې د طالبانو او پاکستان تر منځ د «ناسم پوهاوي» له منځه وړل دي.

د طالبانو د لومړي وزير له دفتره له خپرې شوې اعلاميې سره سم، مولانا فضل الرحمان افغانستان ته په خپل دويم سفر کې نن (دوشنبه، ۱۸ د مرغومې) له ملا محمد حسن آخوند او د طالبانو د کابينې له يو شمېر نورو غړو سره د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې ليدلي دي.

د طالبانو د لومړي وزير دفتر د مولانا فضل الرحمان له خولې ليکلي: «افغانستان ته زموږ د سفر موخه داده چې د دواړو هيوادونو تر منځ ناسم پوهاوی ليرې کړو او په سياسي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د همکارۍ لارې خلاصې کړو او د يوه-بل پرمختګ وغواړو.»

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر زياته کړې: «موږ د خيرخواهۍ پيغام راوړی دی او هيله مو داده چې دا سفر به مثبتې پايلې ولري.»

د طالبانو لومړي وزير ملا محمد حسن آخوند په دې ليدنه کې هيله ښوولې چې د مولانا فضل الرحمان سفر به د طالبانو او پاکستان تر منځ د «اخوت او مثبتو اړيکو» د پياوړي کېدو لامل شي.

د طالبانو لومړي وزير په دې ليدنه کې ويلي چې په افغانستان کې «علماء» واکمن دي او زياته کړې يې ده: «موږ هره مسله شريعت ته راجع کوو، شريعت چې الهي قانون دی موږ ته دا اجازه نه راکوي چې بل چاته زيان ورسوو.»

ملا محمد حسن اخوند ويلي: «له همدې وجې د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هيواد ته د زيان رسولو او ستونزو پيدا کولو اراده نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې زموږ له خاورې نور وګواښي.»

د طالبانو لومړي وزير په دې ليدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شړلو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې پاکستان بايد له دې «ظالمانه چلند» څخه لاس واخلي.

ده ويلي چې داسې چلند مخالفتونه او بدبينۍ زياتوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي هم په دې ليدنه کې ويلي چې د ټرانزيټ او صادراتو په وړاندې د پاکستان له لوري د ستونزو را منځ ته کول هر کال افغان سوداګرو ته په زياته کچه مالي زيانونه اړوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي چې د دواړو هيوادو تر منځ سوداګري او اقتصادي راکړه – ورکړه بايد د سياسي مسايلو قرباني نشي.

د طالبانو د لومړي وزير دفتر د مولانا فضل الرحمان له خولې ليکلي چې د جمعیت علماء اسلام ګوند له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو په تړاو خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

مولانا فضل الرحمان ويلي چې د دې ګوند په اند له کډوالو سره داسې چلند «ناسم» دی او د دواړو هيوادو تر منځ ستونزې را پيدا کوي.

مولانا فضل الرحمان او ورسره مل ملګرو يې افغانستان ته د طالبانو په بلنه سفر کړی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا سفر «شخصي» بللی او په دې اړه يې څه نه دې ويلي.

دا سفر په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د غړو د حضور پر سر د طالبانو او پاکستان تر منځ د جنجال تر زياتېدو وروسته ترسره کېږي.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي جنګيالي په پاکستان کې بريدونه د افغانستان له خاورې پلانوي او په دې هيواد کې دننه پناهځايونه لري.

خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وايي چې هيڅ ډلې ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د نورو هيوادو پر ضد استفاده وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه