اطلاعات روز: ځاځي اريوب د ګردېز شمال لويديځ ته پرته ولسوالي ده چې غرونه يې په ځنګلونو پوښلي او له ډېرو درو يې د رڼو اوبو چينې رابهيږي.
د نښترو، جلغوزيو، چامغزو او نورو ګڼو ونو، بوټو، چمنونو او اوبو د دې سيمې طبيعت ته د نايتوب ښايست ورکړی، چې هر کال يې د هېواد له لر او بره ليدو ته زرګونه کسان ورځي.
د دې ولسوالي ځنګلونه که له يوې خوا طبيعي ښايستونه او خلکو ته د ګټې، وټې او استفادې ذريعه ده، نو له بلې خوا بېلابېلو ځنګلي حيواناتو او الوتونکو ته هم پکې د خپل ډول د ژوند خوندي چاپېريال برابر دی.
د اوږدو کلونو جګړې له امله له دې هېواد څخه د کډوال شويو انسانانو سربېره ځينې ژوي او الوتونکي هم بېرته راګرځېدلي او د دې سيمې په غرونو کې يې د خپل نسل او ټېکانې په پياوړتيا پیل کړی دی.

د دې ولايت اوسېدونکي له ډېره وخته دې ولسوالي ته لازمې پاملرنې، اسانتياوو برابرېدو او په ټوله کې په ملي پارک د بدلېدو غوښتنې کولې، چې بلاخره شاوخوا درې نيم کاله وړاندې ولسمشر غني ګردېز ته په سفر کې ژمنه وکړه چې د ځاځي اريوب ولسوالي د ډېرې طبيعي ښکلا لرونکې منډه يېر سيمه به د هېواد په ملي پارک نوموي.
د پکتيا د کرنې د کرنې رياست مسولين وايي چې د کرنې او اطلاعات او کلتور وزارتونو او چاپېريال ساتنې ملي ادارې د ګډ هيئت لخوا په ملي پارک د نومولو لپاره د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي د منډه يېر سيمې تخنيکي سروې بشپړه شوه.
کرنې رييس محمدالدين مومند وويل چې يادو کسانو له ولايتي مسولينو سره يو ځای د ټولنيز او چاپېريال د حالت لپاره سيمې ته ولاړل او خلکو يې تود هرکلی وکړ.
مومند وايي چې يادې سيمې د ملي پارک کېدو لپاره لومړني شرايط پوره کړي او هيله من دی چې له اړوندو ادارو سره د دې معلوماتو له شريکولو وروسته به ژر په دې اړه پيشنهادي اعلام وشي.
نوموړي زياته کړه: «منډه يېر ډېره مناسبه ده، ډېر طبيعي ښایست لري او طبيعي حالت يې هم تر ډېره ساتلی دی، هلته بېلابېل بوټي، ونې او وحشي ژوي شته، چې ځينې يې د انقراض په حالت کې هم دي او توجه ته اړتيا لري. ښه ځنګل او اوبه هم لري او خلک هم ملاتړي او همکار دي.»

محمدالدين مومند وايي چې په ملي پارک د يادې سيمې نومول کېدو سره به هغو حيواناتو او بوټو ته پاملرنه زياته شي، چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او د نورو مطالعاتو لپاره به زمينه برابره شي.
مومند له پکتيا ولايت مقام او اړوندو ادارو غواړي چې دې سيمې ته د ورغځېدلي سړک اساسي جوړېدو ته جدي پام وکړي.
هغه وايي: «د منډه يېر ساحه شاوخوا ۵۰۰۰ هکتاره ده، دا به نوره هم زياتيږي او د خلکو غوښتنه هم همدا ده. دلته به د ژويو او ونو د خونديتوب او زياتولو سربېره د مربوطه هر ډول علمي څېړنو لپاره مناسب چاپېريال برابر شي.»
د پکتيا اوسېدونکي خوښ دي، چې په خبره يې بلاخره يې د دې مهمې غوښتنې په اړه عملي ګامونه اخيستل کيږي.

د آريوب اوسېدونکی سيدجمال وايي چې د دې سيمې ليدو ته هر کال د شاوخوا لايتونو سربېره د هېواد د ډېرو لرې سيمو خلک ورځي او مېلې پکې کوي.
جمال وويل: «خلک ډېره لېوال دي، چې دلته راشي او دا ډېره ښايسته سيمه وګوري، پسرلی يې بېل خوند او ژمی يې بېل د مېلې ځايونه لرلی شي؛ که حکومت امکانات برابر کړي، ډېر خلک به د اسانتياوو برابرولو برخه کې خپله هم سرمايه ګذاري وکړي.»
پکتيا کې د منډه يېر سربېره ځينې نورې سيمې هم شته چې زياته طبيعي ښکلا يا تاريخي ارزښت لري او ګڼ خلک يې ورتلو ته لېوال دي، خو نامناسب امنيتي حالت د خلکو د ورتلو يا پکې د اسانتياوو برابرولو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
