پټې او هدفي وژنې؛ په تېرو دريو مياشتو کې نږدې ۲۰۰ تنه وژل شوي

Photo: via Social Media

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د تاوتريخوالي له کمېدو سره-سره اوس هم ناامني د دې هيواد له وګړو قرباني اخلي. د اطلاعات روز ورځپاڼې له لوري له راټولو شويو شمېره سره سم، د تېرو دريو مياشتو (ليندۍ، تلې او لړم) پر مهال په جنايي پېښو، چاودنو، بريدونو او غير قانوني وژنو کې ۱۹۳ تنه وژل شوي دي.

له دې شمېرو سره سم، د دریو وروستيو مياشتو پر مهال ۱۲۲ تنه په جنايي پېښو کې وژل شوي او تر نيمو د زياتو وژنو عوامل نامعلوم وسله وال ګڼل شوي دي. د دریو وروستيو مياشتو د پېښو په اړه معلومات په لانديني لړليک کې وړاندې شوي دي.

د وژنو شمېرد مقتول هويتجنسیتد وژنې ځاید وژنې وختد وژنې انګېزه او څرنګوالید قتل عامل يا عاملان
۱واحداللهنارينهننګرهار۳۰ ليندۍد مقتول د پيسو غلاوسله وال غله
۲اجملنارينهخوست۳۰ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۳نامعلوم هویتنارينهخوست۳۰ د ليندۍد ځمکې پر سر شخړهمقابل اړخ
۴محمد عظيمنارينهنيمروز۳۰ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۵علي اقانارينهکابل۲۸ د ليندۍد مقتول د موبايل غلاوسله وال غله
۶متيننارينهننګرهار۲۸ د ليندۍد مقتول د پیسو غلاوسله وال غله
۷عبدالمبيننارينهتخار۲۷ د ليندۍله يوې نجلۍ سره اړيکهد نجلۍ وروڼه
۸نامعلوم هویتښځهبلخ۲۶ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۹نامعلوم هویتنارينهبلخ۲۶ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۱۰طاووس خاننارينهبلخ۲۷ د ليندۍدښمنينامعلوم
۱۱بي بي نوريهښځهتخار۲۴ د ليندۍکورنۍ شخړهد مقتول پلار
۱۲جميلهښځهتخار۲۴ د ليندۍکورنۍ شخړهد مقتول مېړه
۱۳نعمت اللهنارينهفارياب۲۳ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۱۴نامعلوم هویتنارينهبلخ۲۴ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۱۵نااعلان شوی هویتښځههرات۱۹ د ليندۍرواني ناروغيد مقتول مېړه
۱۶نااعلان شوی هویتښځهنورستان۱۸ د ليندۍد دوو کورنيو تر منځ شخړهمقابل اړخ
۱۷نااعلان شوی هویتښځهتخار۲۰ د ليندۍناڅرګندطالبان
۱۸عبدالبشیرنارينهتخار۲۰ د ليندۍناڅرګندطالبان
۱۹محمد نعیم جمشيدينارينههرات۱۹ د لیندۍناڅرګندنامعلوم
۲۰نااعلان شوی هویتښځهپروان۱۸ د ليندۍناڅرګندد تورن نيول
۲۱عبدالوکيلنارينهتخار۱۵ د ليندۍد مقتول د پیسو غلاوسله وال غله
۲۲ښایسته ګلنارينهننګرهار۱۴ د ليندۍناڅرګندد درو تنو نيول
۲۳قاري سنتنارينه، د طالبانو غړیفاریاب۱۵ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۲۴بي بي شکريهښځهبلخ۹ د ليندۍناڅرګندد مقتول مېړه
۲۵محمد يعقوبنارينه، د طالبانو غړیفاریاب۸ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۲۶نااعلان شوی هویتنارينهفارياب۷ د ليندۍناڅرګندد مقتول دوست
۲۷عبدالبصیرنارينهفارياب۸ د ليندۍناڅرګندناشناس
۲۸نصير احمدنارينهسرپل۵ د ليندۍناڅرګندد مقتول د خپلوانو نیول
۲۹د جسد پيدا کولنارينهننګرهار۲ د ليندۍناڅرګندنامعلوم
۳۰د جسد پيدا کولنارينهننګرهار۲ د ليندۍناڅرګندنامعلوم

لړم مياشت

شمېرد مقتول هویتجنسيتولايتنېټهد قتل انګېزه او څرنګوالید وژنې عامل
۱فضل الربينارينهننګرهار۳۰ د لړمناڅرګندنامعلوم
۲ګلالۍښځهبلخ۲۹ د لړمناڅرګندنامعلوم/طالبان
۳نااعلان شوی هویتماشوم هلککندهار۲۹ د لړمناڅرګندنامعلوم
۴محمد اسحاق علي زادهنارينهغزنی۲۷ د لړمناڅرګندنامعلوم
۵نااعلان شویښځهننګرهار۲۷ د لړمنامشروع اړيکېد مقتول پلار
۶پاچاخاننارينهخوست۲۷ د لړمقومي شخړهمقابل اړخ
۷نامعلومښځهفارياب۲۵ د لړمناڅرګندنامعلوم
۸د مړي پيدا کېدلنارينهکندهار۲۴ د لړمناڅرګندنامعلوم
۹مصدقنارينهدايکندي۲۸ د لړمناڅرګندنامعلوم
۱۰محمد داود وحدتنارينهدايکندي۲۸ د لړمناڅرګندنامعلوم
۱۱نا اعلان شویښځهننګرهار۲۷ د لړمد نامشروع اړیکو تورد مقتول پلار
۱۲غلام محمدنارينهفارياب۲۵ د لړمناڅرګندنامعلوم
۱۳نااعلان شویماشومفارياب۲۴ د لړمناڅرګندد مقتول پلار
۱۴رايبنارينهپروان۲۰ د لړمد غلا په تورطالبان
۱۵ګل زماننارينهپروان۲۰ د لړمد غلا په تورطالبان
۱۶سيف الله شريفينارينهکابل۲۲ د لړمناڅرګندنامعلوم
۱۷شیر احمد احمدينارينههرات۱۹ د لړمناڅرګندنامعلوم
۱۸محمد ولينارينهکندهار۱۸ د لړمناڅرګندنامعلوم
۱۹نااعلان شوینارينهپروان۱۷ د لړمناڅرګندنامعلوم
۲۰نظر محمدنارينهکندهار۱۶ د لړمناڅرګندنامعلوم
۲۱غلام حسيننارينهغور۱۶ د لړمناڅرګندنامعلوم/طالبان
۲۲آصفنارينهغور۱۶ د لړمناڅرګندنامعلوم/طالبان
۲۳سید نظام الديننارينهجوزجان۱۳ د لړمناڅرګندنامعلوم
۲۴د جسد پيدا کېدلماشوم، نجلۍننګرهار۱۳ د لړمناڅرګندنامعلوم
۲۵علي محمدنارينهفارياب۱۱ د لړمناڅرګندنامعلوم افراد
۲۶احمد فهيمنارينهبلخ۱۰ د لړمله مقاومت جبهې سره د اړيکې په تورطالبان
۲۷اسداللهنارينهبلخ۱۰ د لړمله مقاومت جبهې سره د اړيکې په تورطالبان
۲۸عیسی خاننارينهبلخ۱۰ د لړمله مقاومت جبهې سره د اړيکې په تورطالبان
۲۹علی جاننارينهکندهار۷ د لړمناڅرګندنامعلوم
۳۰لطیفهښځهسرپل۹ د لړمناڅرګندد مقتول د پلار نيول
۳۱راضیهښځهدایکندي۳ د لړمکورنۍ تاوتريخوالید مقتول مېړه
۳۲جان محمدنارينهدایکندي۴ د لړمناڅرګندنامعلوم افراد
۳۳اسلام الديننارينهننګرهار۴ د لړمناڅرګندنامعلوم افراد
۳۴محمد ظاهرنارينهفارياب۴ د لړمناڅرګندنامعلوم افراد
۳۵نااعلان شویښځههرات۲ د لړمکورنی تاوتريخوالید مقتول مېړه
۳۶نااعلان شوینارينهننګرهار۱ د لړمشخړهمقابل اړخ
۳۷زیباګلښځهفاریاب۳ د لړمناڅرګندد مقتول ورور
۳۸محمد اسماعیلنارينهفاریاب۱ د لړمناڅرګندنامعلوم

تله

شمېرد مقتول هویتجنسیتولایتنېټهد قتل انګېزه او څرنګوالیعامل یا عاملان
۱عيدمحمد اعتمادينارينههرات۳۰ د تلېناڅرګندنامعلوم
۲نااعلان شوی هویتنارينهفاریاب۲۹ د تلېکورنی تاوتريخوالید مقتول زوی
۳زلیخاښځهفاریاب۲۸ د تلېناڅرګندنامعلوم
۴رحمت شاه، پخوانی نظامينارينهبدخشان۲۸ د تلېناڅرګندنامعلوم
۵اکرم شاه، پخوانی نظامينارينهبدخشان۲۸ د تلېناڅرګندنامعلوم
۶نااعلان شویښځهبادغيس۲۷ د تلېکورنی تاوتريخوالید مقتول مېړه
۷نااعلان شویښځهبادغيس۲۷ د تلېکورنی تاوتريخوالید مقتول مېړه
۸فرهاد زیارملنارينهفاریاب۲۶ د تلېناڅرګندنامعلوم
۹محسن یفتلي، د طالبانو غړینارينهبدخشان۲۵ د تلېناڅرګندنامعلوم
۱۰اغا محمد رودوالنارينهننګرهار۲۵ د تلېناڅرګندنامعلوم
۱۱عبدالحمیدنارينهفراه۲۵ د تلېناڅرګندنامعلوم
۱۲نااعلان شوی هویتښځهتخار۲۳ د تلېکورنی تاوتريخوالید مقتول د کورنۍ زوم
۱۳نااعلان شوی هویتښځهتخار۲۳ د تلېکورنی تاوتريخوالید مقتول د کورنۍ زوم
۱۴نااعلان شوی هویتماشومتخار۲۳ د تلېکورنی تاوتریخوالید مقتول د کورنۍ زوم
۱۵نااعلان شوی هویتښځهتخار۲۳ د تلېکورنی تاوتریخوالید مقتول د کورنۍ زوم
۱۶عبدالعزیزنارينهکابل۲۲ د تلېلفظي شخړهطالبان
۱۷جوادنارينهپروان۲۱ د تلېناڅرګندنامعلوم
۱۸راضي، پخوانی نظامينارينهننګرهار۲۱ د تلېناڅرګندنامعلوم
۱۹مسکاښځهکاپيسا۲۱ د تلېکورنی تاوتریخوالید مقتول مېړه
۲۰نااعلان شویښځهکاپیسا۲۲ د تلېکورنی تاوتریخوالید مقتول مېړه
۲۱د مړي پيدا کېدلنارينهننګرهار۲۱ د تلېناڅرګندنامعلوم
۲۲عبدالکريم، د طالبانو غړینارينهفارياب۱۶ د تلېناڅرګندنامعلوم
۲۳خالمرادنارينهفارياب۱۶ د تلېناڅرګندنامعلوم
۲۴نااعلان شوینارينهکندهار۱۵ د تلېدښمنينامعلوم
۲۵نااعلان شوینارينهکندهار۱۵ د تلېدښمنينامعلوم
۲۶عبدالبصيرنارينهبدخشان۱۵ د تلېناڅرګندنامعلوم
۲۷نااعلان شوی هویتښځهفاریاب۱۳ د تلېله یوه سړي سره نامشروع اړیکهد مقتول خپلوان
۲۸نا اعلان شوی هویتنارينهفاریاب۱۳ د تلېله يوې ښځې سره نامشروع اړيکېد ښځې خپلوان
۲۹سيد محمدنارينهکندهار۱۳ د تلېناڅرګندنامعلوم افراد
۳۰عبداللطیفمرددایکندي۱۰ د تلېناڅرګندوسله وال کوچیان
۳۱نااعلان شوی هویتښځهکاپیسا۱۳ د تلېناڅرګندد مقتول زوی
۳۲نااعلان شوی هویتنارينهبادغيس۱۲ د تلېناڅرګندد متهم کس نيول
۳۳سردار اغانارينهپروان۱۲ د تلېناڅرګندد متهم کس نيول
۳۴نااعلان شوی هویتنارينهپکتیکا۱۰ د تلېد مقتول د مال غلانامعلوم
۳۵نااعلان شوی هویتښځهتخار۱۰ د تلېناڅرګندنامعلوم
۳۶نااعلان شوی هویتنارينهنیمروز۷ د تلېناڅرګندنامعلوم
۳۷نصير احمدنارينهفارياب۹ د تلېناڅرګندد تورن کس نيول
۳۸جلال الديننارينهغور۶ د تلېناڅرګندنامعلوم
۳۹نااعلان شوی هويتنارينهتخار۶ د تلېد ميراث پر سر جنجالد مقتول وروڼه
۴۰نااعلان شوینارينهننګرهار۳ د تلېکورنۍ شخړهمقابل اړخ
۴۱نااعلان شوینارينهننګرهار۳ د تلېکورنۍ شخړهمقابل اړخ
۴۲محمد پرویزنارينهکاپیسا۲ د تلېدښمنيد قتل په تور د متهم کس نيول
۴۳فضل اللهنارينهتخار۲ د تلېشخړهمقابل اړخ
۴۴عبداللهنارينهتخار۲ د تلېشخړهمقابل اړخ

د ولايتونو د جلا والي له مخې وژنې

د دریو مياشتو پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې له ۲۲ ولايتونو په ټوله کې د قتل د ۱۱۲ پېښو راپور ورکړی دی. ډېرې وژنې په فارياب، ننګرهار او تخار کې شوې دي. دې رسنۍ د وږي په مياشت کې د وژنې د ۶۱ پېښو راپور ورکړی و.

د وژنې انګېزه

د وژنې د انګيزې روښانه کېدو لپاره جنايي څېړنو ته اړتيا ده. دا چې د خبرونو ډیری سرچینې عام خلک دي او د طالبانو جنايي څانګه ځواب ويلو ته نه ده تياره، له همدې کبله د ډېری وژنو انګيزه ناڅرګنده پاتېږي. کورنی تاوتريخوالی، شخړه، وسله واله غلا او نامشروع اړيکې د وژنې نور عوامل دي.

د وژنې عاملان

تر نيمايي د زياتو وژنو عاملان نامعلوم کسان دي. تر دې وروسته د مقتول خپلوان، طالبان او د شخړې اړخونه او وسله وال غله د وژنو عاملين دي.

د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی

د پورتني لړليک د معلوماتو له مخې اطلاعات روز ورځپاڼې د وروستيو دريو مياشتو پر مهال د ښځو د وژنې د ۲۷ پېښو راپور ورکړی دی. په دې لړ کې نهه ښځې د خپلو مېړونو له لوري وژل شوې دي. د نورو وژنو عاملين د هغوی خپلوان او نامعلوم افراد دي.

د ښځو د ډیری وژنو دليل کورنی تاوتريخوالی ښودل شوی دی.

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو د ځان وژنې د ګڼو پېښو راپور ورکړل شوی دی. کورنی تاوتريخوالی هم د ښځو او نجونو د ځان وژنې یو له عواملو ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) په وروستيو کې د ښځو د وضعيت په اړه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې له ښځو سره له خبرو په ډاګه شوې چې د هغوی رواني روغتيا ډېره کمزورې شوې، په سلو کې ۷۶ ښځو خپله رواني روغتيا «ډېره بده» او يا هم «بده» بللې ده.

غير قضايي وژنې او هغه کسان چې طالبانو وژلي دي

د وروستيو دريو مياشتو پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې د طالبانو په لاس د پنځو غير قضايي وژنو راپور هم ورکړی دی. په دې وژنو کې ۱۲ تنه وژل شوي دي. دا هغه کسان دي چې طالبانو هغوی له خپلو مخالفينو سره په اړيکو لرلو په تور او يا هم په لفظي شخړه کې وژلي دي. دا شميرې په پورتني لړليک کې نشته.

  • (چهارشنبه، ۲۹ د ليندۍ) طالبانو د کابل په لوېديځ کې د يوه پخواني نظامي پر زوی او د هغه پر دوو ملګرو «ډزې» وکړې چې له کبله يې دوه تنه ووژل شول او يو بل تن ژوبل شو.
  • (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) طالبانو ادعا وکړه چې په بلخ کې د دې ډلې له ځواکونو سره په جګړه کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې درې غړي» وژل شوي دي، اوس په دې ولايت کې سرچينې وايي، چې وژل شوي کسان «ملکيان و».
  • (چهارشنبه، ۳ د لړم) سرچينې وايي، چې طالبانو په کابل ښار کې څلور پنجشيري ځوانان تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژلي دي.
  • (شنبه، ۲۲ د تلې) په لغمان کې ځايي سرچينو وویل، چې طالبانو د دې ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د پخواني حکومت دوه نظاميان وژلي او يو بل نظامي يې نيولی دی. په لغمان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند يونس يوسفزی وايي، چې دې افرادو د دې ډلې پر خلاف فعاليت کاوه او په يوه کمين کې وژل شوي دي. له بله اړخه، د «افغانستان د ازادۍ جبهه» وايي، چې طالبانو د دې جبهې له ځواکونو سره په درې ساعتيزه جګړه کې تر ماتې خوړلو وروسته دا پخواني نظاميان په ډزو وژلي دي.
  • (شنبه، ۲۲ د تلې) سرچينې وايي، چې د طالبانو غړو په کابل کې يو ځوان سړی د پلټنې له پوستې د تېرېدو په دليل تر لفظي شخړې وروسته وژلی دی.

د هزاره ګانو او شيعه ګانو پر خلاف هدفي بريدونه

اطلاعات روز ورځپاڼې د دریو وروستيو مياشتو پر مهال په هرات، کابل او بغلان ولايتونو کې پر هزاره ګانو او شيعه ګانو د پنځه هدفي بريدونو راپور ورکړی دی. په دې بريدونو کې ۵۱ تنه وژل شوي او ۷۱ نور ژوبل دي.

  • د ليندۍ پر ۱۰مه نېټه، نامعلومو وسله والو کسانو د هرات په جبريل ښارګوټي کې په يوه ريکشه کې سپاره شپږ تنه ووژل. په وژل شويو کسانو کې دوې ښځې او دوه شيعه روحانيون هم شامل وو.
  • د ليندۍ پر دويمه نېټه، د هرات ښار په همدې سيمه کې نامعلومو وسله والو د رجب علي اخلاقي او خادم حسين هدايتي په نوم دوه شیعه روحانيون ووژل. د دې دواړو بريدونو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
  • د لړم مياشتې پر ۱۶مه نېټه، د کابل ښار په دشت برچي هزاره مېشتې سيمه کې پر يوه ښاري موټر چاودنه وشوه او د طالبانو د پوليسو له شمېرو سره سم، اووه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
  • د لړم مياشتې پر څلورمه نېټه، د دشت برچي سيمې په يوه ورزشي سالون کې چاودنه وشوه. د اطلاعات روز ورځپاڼې له شمېرو سره سم په دې چاودنه کې شپږ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.
  • د تلې پر ۲۱مه نېټه، په بغلان کې د شيعه ګانو په اړوند مسجد کې چاودنه وشوه. د اطلاعات روز ورځپاڼې له شمېرو سره سم، په دې چاودنه کې ۳۰ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

په کابل او بغلان کې د دریو مرګونو چاودنو مسووليت داعش ډلې منلی دی، خو په هرات کې د دوو وسله والو بريدونو عاملين تر اوسه معلوم نه دي.

په تېرو کلونو کې هم داعش د هزاره ګانو او شيعه ګانو پر مذهبي ځايونو او غونډو مرګوني بريدونه کړي دي.

له جګړې پاتې ناچاودي توکي د ماشومانو د ژوند اخيستونکې بلاوې

اطلاعات روز ورځپاڼې د دریو وروستيو مياشتو پر مهال له جنګه د پاتې توکو او ماينونو د ۱۳ پېښو راپور ورکړی دی. په دې چاودنو کې د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۰ تنه ژوبل شوي دي.

شمېرد چاودنې ځاید چاودنې نېټهد چاودنې ډولد تلفاتو شمېر
۱ننګرهار۲۱ د لندۍد هاوان د مرمۍ چاودنهدرې ماشومان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ژوبل شول.
۲سرپل۱۵ د ليندۍد لاسي بم چاودنهيو ماشوم ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
۳کندهار۱۲ د ليندۍد ماين چاودنهد کندهار په ميوند ولسوالۍ کې چاودنې د يوه ځوان ژوند واخيست.
۴کندهار۳۰ د لړمد ماين چاودنهد کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوه تن ژوند واخيست او دوه يې ژوبل کړل.
۵نيمروز۲۵ د لړمد هاوان مرمۍ چاودنهپه نيمروز کې د هاوان مرمۍ چاودنې د يوه ۱۵ کلن ماشوم ژوند واخيست.
۶کندهار۱۷ د لړمد ماين چاودنهد کندهار په ميوند کې د ماين چاودنې يو تن وواژه.
۷بدخشان۱۶ د لړمد لاسي بم چاودنهيو ماشوم ووژل شو او دوه ماشومان ژوبل شول.
۸کاپیسا۲۲ د تلېمرمۍيو ماشوم ووژل شو او دوه ماشومان ژوبل شول.
۹کندهار۲۳ د تلېد ماين چاودنهد چاودنې له امله يو تن وژل شوی او يو ماشوم وژل شوی.
۱۰جوزجان۱۰ د تلېله جنګه پاتې شوي چاودېدونکي مواددوه ماشومان وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی.
۱۱جوزجان۵ د تلېد هاوان مرمۍيو ماشوم وژل شوی.
۱۲فارياب۳ د تلېد ماين چاودنهدوه ماشومان د څارويو څرولو پر وخت وژل شوي.
۱۳نيمروز۳ د تلېد هاوان مرمۍ چاودنهد نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او يو بل ماشوم وژل شوی.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي و، چې افغانستان په ماين او چاودېدونکو موادو تر ټولو ککړ هيواد دی او هره مياشت په دې هيواد کې تر ۶۰ تنه زيات ماشومان وژل کېږي او يا معلول کېږي.

د اوچا په وينا، درې ميليونه ماشومان د ماينونو، لاسي بمونو او له جنګه پاتې نورو چاودېدونکو توکو په يو کيلومټرۍ کې اوسي.

د دې دفتر په وينا، ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغيس، فارياب، ننګرهار، غزنی، فراه، ميدان وردګ او سمنګان ولايتونه له جنګه د پاتې ماينونو او چاودېدونکو توکو له سخت اغېز سره مخ دي.

د اوچا په وينا، حتا ډېری ودانۍ لکه ښوونځي په چاودېدونکو توکو لړلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر وايي، چې د ماينونو د خطرونو د مخنيوي لپاره اړين منابع نه لري.

د اوچا په راپور کې راغلي چې اوس مهال د ماين له خطرونو سره مبارزه د بودیجې له کمښت سره مخ ده.

د دې دفتر په وينا، د ماين د شنډولو لپاره بودیجه د تېرو دوو کلونو پر مهال نيمايي ته راښکته شوې او له امله يې د ماين شنډونې ۴۰ سلنه کارمندان کم شوي دي.

لنډيز

د اطلاعات روز ورځپاڼې له شمېرو سره سم، د دریو وروستيو مياشتو پر مهال ۱۲۲ تنه په جنايي پېښو، ۱۲ تنه په غير قانوني وژنو، ۵‍۱ تنه په بريدونو او چاودنو او ۱۸ تنه نور له جنګه د پاتې ماينونو او چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي دي.

د ډیری جنايي پېښو قربانيان نارينه دي، خو ۲۷ تنه ښځې هم په کې شاملې دي. د ښځو د وژنې عمده عوامل کورنی تاوتريخوالی دی.

د دریو وروستيو مياشتو پر مهال، په افغانستان کې څو مرګونې چاودنې هم وشوې او په دې ټولو بريدونو کې د هزاره ګانو او شيعه ګانو قومي – مذهبي ډلې په نښه شوې دي. په دې بريدونو کې ۵۱ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل شوي دي. د هزاره ګانو پر خلاف د ډېری بريدونو پړه داعش منلې ده.

په دې دریو مياشتو کې اطلاعات روز ورځپاڼې د طالبانو په لاس د غير قانوني وژنو راپور هم ورکړی دی.

همدا راز د څو لسيزو د جګړې له کبله افغانستان په زياته کچه په چاودېدونکو توکو او ماينونو ککړ دی. له جنګه پاتې ماينونو او توکو د تېرو دريو مياشتو پر مهال د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه وژلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه