مجاهد: «د رسنيو قانون» د تاييد لپاره هبت الله اخوندزاده ته لېږل شوی دی

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دې ډلې د ادارو له لوري «د رسنيو قانون» نهايي شوی او د تاييد لپاره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته لېږل شوی دی.

ښاغلي مجاهد په يوه غږيز پيغام کې چې نن (يکشنبه، ۱۷ د مرغومې) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزون له لوري پر ايکس خپور شوی، ويلي چې هبت الله اخوندزاده تر اوسه دا قانون نه دی تایید کړی.

د طالبانو وياند وايي چې دا قانون د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې په دوو مرحلو کې اروزل شوی او په درېيمه مرحله کې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د سرپرست محمد خالد حنفي په مشرۍ د يوه پلاوي له لوري د «اسلامي احکامو له زاويې» ارزول شوی دی.

ښاغلي مجاهد زياته کړې چې بل ځل دا قانون د دې ډلې په عدليې وزارت کې هم د «اسلامي احکامو او قوانينو له اړخه» ارزول شوی او اصلاح شوی دی.

د طالبانو وياند وايي چې دا قانون اوس په کندهار کې د دې ډلې د مشر دفتر ته لېږل شوی او د قوانينو د زيات حجم له وجې لا هم نوبت نه دی رسېدلی چې هبت الله اخوندزاده يې وارزوي.

تر اوسه د دې قانون د منځپانګې په اړه جزييات نه دې خپاره شوي، خو داسې ښکاري چې طالبانو د پخواني حکومت د رسنيو قانون لغو کړی او يا هم لږ تر لږه يې پراخ بدلونونه پکې راوستلي دي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته پر رسنيو او خبريالانو پراخ محدوديتونه لګولي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې طالبانو د وروستيو دوو کلونو پر مهال رسنيو ته ۱۴ لارښودونه ورکړي او د رسنيو حقونه يې په شدت نقض کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه