اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) وايي چې د کابل په لوېديځ دشت برچې کې د تېرې شپې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۵ تنه هزاره ګان وژل شوي او ژوبل دي.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۱۷ د مرغومې) پر ايکس دا شميرې اعلان کړې دي.
يوناما پر ملکيانو د بريدونو د پای ته رسېدو، د افغانستان د هزاره ټولنې د زيات خونديتوب او د دې بريدونو د عاملينو د پوښتلو غوښتنه کړې ده.
تېر ماښام پر ۶:۲۰ بجې شاوخوا د دشت برچي په «قلعه ناظر» سيمه کې پر کاسټر ډوله موټر چاودنه وشوه.
په کابل کې د طالبانو امنيې قومندانۍ اعلان وکړ چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
خو پر ټولنيزو رسنيو چې د قربانيانو د خپلوانو له لوري له خپرو شويو شمېرو سره سم، په دې چاودنه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونه او معلومات ښيي چې په دې چاودنه کې وژل شوي افراد ټول ځوانان دي، يا هم په تازه توګه له پوهنتون څخه فارغ شوي او يا هم د زده کړو په حال کې دي.
داعش ډلې د دې بريد مسووليت منلی دی او ويلي يې دي چې په دې بريد کې ۲۰ تنه شيعه ګان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د وروستيو دوو مياشتو پر مهال دا دويم ځل دی چې داعش ډله د کابل د لوېديځ په دشت برچي سيمه کې کاسټر ډوله ښاري موټر په نښه کوي.
د لړم مياشتې پر ۱۶ هم داعش ډلې د دشت برچي په «ګولایی مهتاب قلعه» سيمه کې پر کاسټر ډوله موټر بريد وکړ چې لږ تر لږه اووه تنه پکې ووژل شول او ۲۰ نور يې ژوبل کړل.
