اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق وايي، چې د افغانستان خلک د طالبانو تر حاکمیت لاندې فکري امنيت او سکون نه لري.
نوموړي دا څرګندونې په کابل کې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د يو شمېر ځوانو نجونو نيولو ته په غبرګون کې کړې دي.
فايق پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي: «د ښځو درناوی او د ناموس ساتنه د افغانستان د خلکو د کلتور همېشنۍ برخه او د اسلامي دين له ارزښتونو او اوامرو څخه ده او په هيڅ واکمنۍ کې دا درناوی او کلتور نه دی نقض شوی.»
ده ليکلي: «کوم رژيم چې ځان د اسلامي شريعت د احکامو پيرو او د افغانستان د خلکو د کلتور ملاتړی بولي، څرنګه ځان ته حق ورکوي چې د محرم او يا ښځينه پوليسې له حضور پرته ښځې او نجونې له کوم دليل پرته ونيسې او بندي يې کړي؟»
طالبانو په وروستيو ورځو کې لسګونه ځوانې نجونې د کابل په لوېديځ دشت برچي سيمه کې د «حجاب د نه رعايتولو په پلمه» نيولې دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې په همدې تړاو يو غږيز کليپ تر لاسه کړی چې د طالبانو يو غړی په کې وايي، چې د دې ډلې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې امر کړی چې «هر چا حجاب نه وي کړی، مستقيم دې په موټر کې واچول شي او په حوزه کې دې دوې يا درې ورځې بندي وي».
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپورچي هم د «بد حجابۍ» په تور د نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي، چې دا چاره د ښځو پر ازادۍ د طالبانو د زياتو محدوديتونو او د هغوی د حقونو تضعيفول ښيي.
ده پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې بايد ټولې نیول شوې ښځې خوشې شي.
طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال په ټولنه کې د ښځو پر حضور پراخ بنديزونه لګولي او هغه حجاب يې «اجباري» اعلان کړی چې د دوی له نظر سره سم وي. د دې ډلې په نظر د ښځو مخ بايد ونه ليدل شي.
