د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د ښځو له ځپنې لاس واخلي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د طالبانو له لوري د «بد حجابۍ» په تور د يو شمېر نجونو د نيول کیدو په غبرګون کې پر ښځو د زور زیاتي د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نیول شوي کسان باید خوشې شي.

دې سازمان تېره شپه (جمعه، ۱۵ د مرغومي) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د طالبانو له لوري خپلسرې ځپنې او نيونې په افغانستان کې د ښځو د ازاد تګ-راتګ او بيان د ازادۍ نقض دی.

طالبانو په وروستيو ورځو کې د کابل په لوېديځ دشت برچي سيمه کې په لسګونو ښځې «د حجاب د نه رعايتولو په پلمه» نيولې دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې په همدې تړاو يو غږيز کليپ تر لاسه کړی چې د طالبانو يو غړی پکې وايي، چې د دې ډلې امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې امر کړی چې «هر چا حجاب نه وي کړی، مستقيم دې په موټر کې واچول شي او په حوزه کې دې دوې يا درې ورځې بندي وي».

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړي راپورچي هم د «بد حجابۍ» په تور د نجونو نيولو ته په غبرګون کې ويلي، چې دا چاره د ښځو پر ازادۍ د طالبانو د زياتو محدوديتونو او د هغوی د حقونو تضعيفول ښيي.

ده پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې بايد ټولې نیول شوې ښځې خوشې شي.

طالبانو د تېرو دوو کلونو پر مهال په ټولنه کې د ښځو پر حضور پراخ بنديزونه لګولي او هغه حجاب يې «اجباري» اعلان کړی چې د دوی له نظر سره سم وي. د دې ډلې په نظر د ښځو مخ بايد ونه ليدل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه