اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو اوسیدونکي د ډاکټرانو له شفري نسخو شکايت کوي او وایي، چې یو شمیر ډاکټران داسې شفري نسخې لیکي چې له ځانګړو درملتونونو پرته یې نور څوک په لوستلو نه پوهیږي.
د ننګرهار اوسیدونکی محمد عارف وايي، ډاکټران ځکه شفري نسخې لیکي، چې دوی له اړوند درملتون سره شریک وي او درملتون والا درمل هم په لوړو بیه پلوري.
نوموړی د دغه ولایت پر روغتیایې چارواکو هم نیوکه کوي، چې له یادې ستونزې خبر خو تراوسه یې د مخنیوي په برخه کې هیڅ نه دي کړي.
محمد عارف وویل:«د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې زیاتره ډاکټران داسې شفري نسخې لیکي، چې د نورو درملتونونو کاریګر پرې نه پوهیږي، دوی د درملتونونو له خاوندانو سره په هره نسخه کې خپله فیصدي لري.»
ځینې نور بیا دا نیوکه هم کوي چې ډاکټران له ځانګړو کمپنیو سره د تړون له مخې، یوازې د هماغه کمپنۍ درمل توصیه کوي چې په یوه ځانګړي درملتون کې موندل کېږي.
د لغمان اوسیدونکی سیدولي چې کوچنۍ لور یې د درملنې په موخه د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار ته راوستې وایي، خلک د ډاکټرانو له شفري نسخو په تنګ راغلي او د طالبانو له حکومت یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د نوموړي په خبره له یوې خوا اقتصادي ستونزې، د درملو د بیو لوړیدل او له بل لوري د ډاکترانو لخوا د شفري نسخو شتون خلک له کړاو سره مخ کړي دي.
سیدولي زیاته کړه: «ډاکټران داسې نسخې لیکي، چې نور څوک پرې نه پوهیږي، حکومت یې باید مخه ونیسي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی.»
ورته مهال جلال اباد ښار کې د داخله ناروغیو ډاکتر شیرشاه عباس هم د شفري نسخو لیکل تاییدوي او زیاتوي، چې د شفري نسخو له امله پر داکټرانو دخلکو باور کم شوی او د دې وضعیت دوام ناروغ لرونکي اندېښمن کړي دي.
بلخوا روغتیایې چارواکي وایي، چې د ډاکټرانو د شفري نسخو د مخنیوي لپاره یې ځینې ځانګړي اصول ټاکلي چې ټول ډاکټران یې پر عملي کیدو مکلف دي.
د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو ویاند شرافت زمان هم مني او وایي، د ډاکټرانو لخوا د شفري نسخو لیکل یو ډول دود ګرځېدلی او دوی یې د مخنیوي پرېکړه کړې چې نور شفري نسخې لیکل غیر قانوني کار دی.
نوموړی وايي، د دې پرېکړې د تطبیق لپاره به د دې وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق او ارزونې رياست په پلازمېنه کابل او ولاياتونو کې د ډاکټرانو څارنه کوي او له سرغړونکو سره به جدي چلند کېږی.
