د پاکستان د کورنيو چارو وزارت: خيبرپښتونخوا ته د ټي ټي پي پراخ راتګ او د ځانمرګو بریدګرو مېشتېدل اندېښمنوونکي دي

Photo: Dawn

اطلاعات روز: د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د خيبرپښتونخوا په مدغم شويو ولسواليو کې له استخدام، زده کړې او بم ايښودونکو له ميشتيدنې سره يو ځای د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د پام وړ هجوم «د انديښنې يو عامل» دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دې اړه د پاکستان سنا مجلس ته معلومات ورکړي دي.

د ډان نيوز له راپور سره سم، د پاکستان سنا مجلس له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د تحريک طالبان پاکستان د نفوذ او فعاليتونو د زياتېدو او د دې ډلې پر وړاندې د دولت د نه فعاليت په تړاو خبر شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې د ۲۰۲۲ کال پر مهال د سولې د مذاکراتو په جريان کې د تحريک طالبان پاکستان بيا منظم کېدو او عملياتو پراخېدو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دې ډلې په پام وړ کچه خپل فعاليتونه زيات کړي او هڅه کوي چې د خپل ځواک او وړتيا د زياتولو لپاره د نورو ورته ډلو ملاتړ ترلاسه کړي.

دې وزارت ويلي: «د پام وړ شمېر مدغم شويو ولسواليو ته د تحريک طالبان پاکستان تشکيلات پراخ شوي او له استخدام، زده کړې او ځانمرګو له مېشتيدا سره يو ځای دا انديښمنوونکې [چاره] ده.»

دې وزارت ويلي، داعش لاهم هڅه کوي چې په پاکستان کې د پښې ايښودلو ځای پيدا کړي تر څو د شيعه‌ګانو او مذهبي لږکيو پر خلاف تروريستي فعاليتونه پېل کړي تر څو د بېلابېلو ډلو ترمنځ نښتې زياتې کړي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان پر لوېديځو پولو د اغزن سيم کشول تر ډېره حده بشپړ شوي تر څو له هغه اړخه غير قانوني تګ-راتګ مهار شي.

له دې سره-سره د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې داعش او ټي ټي پي اغزن سيم په پر له پسې توګه تخريبوي.

پاکستان وايي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هيواد کې بريدونه زيات شوي.

د پاکستاني چارواکو په وينا، د پاکستاني دولت مخالفې ډلې د افغانستان په خاوره کې پناهځای او پر پوله د تګ-راتګ اجازه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه