اطلاعات روز: د ايران د خراسان رضوي ولايت پوله ساتي قومندان مجيد شجاع ويلي چې دې هيواد په تېرو نهو مياشتو کې د افغانستان ۵۲۰ زره «غير قانوني اتباع» په تايباد کې د دوغارون پولې له لارې شړلي دي.
د خراسان رضوي ولايت پوله ساتي قومندان د ايرنا خبري اژانس په وينا نن (سېشنبه، ۱۲ د مرغومې) ويلي چې دا شمېر افغانان په ټول ايران کې پېژندل شوي او شړل شوي دي.
ده زياته کړې: «د (افغانستان د کډوالو وګړو) شتون او راتګ په هيواد کې زياتې ستونزې را پيدا کوي، له همدې وجې بايد د اتباعو حضور قانوني وي. له دې پرته په بله طريقه راغلي کسان پېژندل کېږي او خپل هيواد ته شړل کېږي.»
دې ايراني قومندان درې ورځې وړاندې ويلي و چې په وروستۍ يوه مياشت کې ۶۰ زره او ۳۸۰ تنه افغانان شړل شوي دي.
ايران په وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو د شړلو او ايستلو بهير چټک کړی دی.
د دې هيواد چارواکو د روان لمريز کال په اوږدو کې بيا-بيا ټينګار کړی چې «غير قانوني» کډوال تشخيضوي، نيسي يې او شړي يې او د اسناد لرونکو کډوالو د «تنظيم» بهير پيلوي.
دې هيواد د افغان کډوالو پر حضور پراخ بنديزونه هم لګولي او د وروستيو مياشتو پر مهال يې په ۱۶ ولايتونو کې د هغوی پر حضور بشپړ بنديز لګولی.
