په پروان غور او هرات ولایتونو کې د دریو ترافیکي پیښو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په پروان، غور او هرات ولایتونو کې د دریو ترافیکي پیښو له امله ۵ تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

پروان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) شاوخوا ۹:۰۰ بجې د دې ولایت د سالنګ ولسوالۍ اړوند «باغ لالا» کلي کې د یوې ترافیکي پیښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یو کرولا ډوله موټر، چې د هېواد له شمال څخه د سویل په لور روان و، له سړک اوښتې او یوې درې ته لویدلی دی.

پروان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند ویلي، چې په دې پیښه کې یوه ښځه او يو سړی مړه شوي او يو ماشوم، يوه ښځه او يو سړی ټپیان دي.

د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

دغه راز په غور او هرات کې د دوو ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چې پرون ماښام (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) د غور – کابل پر لويه لار يو تېز تلونکی موټر د غير قانوني سرعت له امله له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

ويل شوي، چې په دې پيښه کې يوه ښځه او يو نارينه مړه شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

په يوه بله پېښه کې چې د هرات د رباط سنګي کشک ولسوالۍ کې د یوې سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، په کې يو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

یوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اړوند «دوغي» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هرات ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند هم وايي، چې په دې پيښه کې موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.  د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، خراب او تنګ سړکونه په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه