اطلاعات روز: د هيواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تازه پرېکړهليک هرکلی کړی او ويلي يې دي چې «ملي تفاهم او د ولسي ارادې تمثيل په هيواد کې د سولې د راتګ او دايمي ثبات لار ګڼي.»
ښاغلي کرزي نن (دوشنبه، ۱۱ د مرغومې) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې دا پرېکړهليک «د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي ته درناوی ښيي او همدا راز په ډاګه کوي چې نړيواله ټولنه د ارام، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره همغږې ده».
د هيواد پخواني ولسمشر افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د پاملرنې درناوی کړی، خو ټينګار يې کړی چې «له ستونزو د راوتلو کيلي او سولې او دايمي ټيکاو ته رسيدل په خپله د افغانانو په لاس کې دي».
همدا راز ښاغلي کرزي د نجونو او هلکانو زده کړې او د ټولنې په ټولو چارو کې د ښځو ګډون د پرمختللي افغانستان «تضمين» ګڼلی.
ده د افغانستان له خلګو او طالبانو غوښتي چې په اتفاق او يووالي سره دې د هيواد د ارامۍ او ابادۍ او په نړيوال نظام کې د افغانستان د حيثیت تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په تازه توګه د افغانستان د خپلواکې ارزونې د وړانديزونو د عملي کولو لپاره پرېکړهليک صادر کړی دی.
د افغانستان يو شمېر سياسي ډلو د دې پرېکړهليک هرکلی کړی، خو طالبانو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په شمول د دې پرېکړهليک له يو شمېر برخو سره مخالفت ښوولی.
