اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې برمې ته د لویدلې کوچنۍ نجلۍ د ژغورنې هڅې ناکامې او جسد یې را ایستل شوی دی.
طالب چارواکي وایي، دغه نجلې تېره ورځ د زابل د مرکز قلات اړوند «سپینه غبرګه» سیمه کې ۹۰ متره برمې ته لویدلې وه، چې د ژغورنې هڅو تر ناکامیدو وروسته یې نن (دوشنبه، ۱۱ د مرغومي) سهار جسد را ایستل شوی دی.
دوی زياتوي، چې د دې ماشومې د ژغورلو لپاره له هلمند او کندهار ولايتونو څخه د ژغورنې ټیمونه هم راغلي وو، خو هڅې یې ناکامې او نجلې مخکې له ژغورلو ساه ورکړې وه.
زابل کې ځایي طالب چارواکو د دې نجلۍ د عمر په اړه څه نه دي ويلي.
د هیواد په سویلي ولایتونو کې د تېر څه باندې دوو کلونو راهیسې ګڼ شمیر ماشومان برمو ته لویدلي او مړه شوي دي، خو تراوسه په دې برخه نه هم ځایي خلکو او نه هم د طالبانو سرپرست حکومت د ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره کوم جدي اقدام کړی دی.
