د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: په افغانستان کې بريدونه د تاجکستان او پاکستان د وګړو له لوري کېږي

اطلاعات روز: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد وايي، چې د دې ډلې تر واکمنۍ وروسته چې کوم بریدونه پر مسجدونو، خانقاوو، ديني عالمانو او د ولسي خلکو پر غونډو شوي، د بهرنيو وګړو په ځانګړې توګه د تاجکستاني اتباعو له لوري شوي دي.

نوموړي نن (يکشنبه، ۱۰ د مرغومې) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې د طالبانو د ځواکونو په عملياتو کې په لسګونو تاجکستاني اتباع وژل شوي او په لسګونو نور نيول شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې په دويمه کچه کې په افغانستان کې «زيات بريدونه» د پاکستاني وګړو له لوري شوي دي. د ده په وينا، د طالبانو د ځواکونو په عملياتو کې تر ۲۰ زيات پاکستاني وګړي وژل شوي او په لسګونو نور نيول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست له هغو هيوادونو چې د ده په وينا «شرير» عناصر ترې افغانستان ته راځي، غوښتي چې په جدي توګه دې خپل ځمکني او هوايي سرحدونه کنټرول کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د يعقوب مجاهد بر خلاف ادعاوې مطرح کوي.
د اسلام اباد په وينا، د افغانستان وګړي په هغو بريدونو کې چې په پاکستان کې کېږي ښکېل دي.

خو، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په نننۍ خبري غونډه کې ويلي، چې دا ډله د دوحې توافق ته ژمنه ده او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر خلاف استفاده وشي او نه هم اجازه ورکوي چې د افغانستان د وګړو له «مجبوريتونو» استفاده وشي. د ده په وينا، په دې لړ کې وقايوي تدابير نيول شوي دي.

ده ويلي: «د هيچا پر خلاف د تېري اراده نه لرو او نه هم د چا تېری منو.»

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست زياته کړې چې «مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په توليدولو» سره هڅه کوي چې له افغانستانه د سيمې او نړۍ هيوادونو ته انديښنې پیدا کړي او له دې لارې خپلو مادي او سياسي امتيازاتو او موخو ته لاسرسی پيدا کړي.

د ده په وينا، ملګري ملتونه په ځانګړي ډول امنيت شورا پر دې اطلاعاتو باور کوي.

يعقوب مجاهد ويلي، چې د سيمې او نړۍ هيوادونه بايد پر کاذبو راپورونو باور ونه کړي.

د طالبانو دې چارواکي زياته کړې، چې په افغانستان کې د دې ډلې د حضور او فعاليت په اړه هم له «مبالغې» ډکې ارزونې کېږي چې د ده په وينا، اساس يې کاذب اطلاعات دي.

ده ويلي، چې دا «پروژه» په افغانستان کې «ريښه» او «نتیجه» نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ويلي، چې «د شريرو او فتنه اچوونکو کړيو پېښې» د تېرو ۱۲ مياشتو پر مهال ۹۰ سلنه کمې شوې دي.

د ده په وينا، دا ډلې ځپل شوې دي او د دې بريدونو رهبران او طراحان يا وژل شوي او يا هم نيول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست په خپلو نننيو څرګندونو کې په اشارې سره د دې ډلې مخالف نظامي جبهات «شرير او مفسد» بللي او ويلي يې دي چې هغوی يوازې په مجازي فضا کې حضور لري او په افغانستان کې ځای نه لري.

ده ويلي، چې د طالبانو مخالفين بايد له «عمومي بښنې» استفاده وکړي او اجازه ورنه کړي چې د هيوادونو له لوري د «نيابتي ځواک او اجيرو جنګياليو» په توګه استفاده شي.

طالبانو وخت پر وخت د مخالفو جبهو له حضور څخه انکار کړی، خو دا جبهې هره ورځ د طالبانو پر خلاف د خپلو بريدونو خبر ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه