اطلاعات روز: نيمروز کې ځايي سرچينې وایي، چې د دې ولایت په ګنګ ولسوالۍ کې ایراني پوله ساتو ځواکونو یو ۳۶ کلن افغان په ډزو وژلی دی.
په دې ولایت کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې پیښه نن (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) د ګنګ ولسوالۍ اړوند «میر احمد» کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچینه وژل شوی کس د رحمت الله په نوم یادوي او ادعا کوي چې نوموړی په خپل کلي کې د ایراني ځواکونو د برج څخه په ډزو وژل شوی دی.
تراوسه د دغه پیښې د رامنځته کیدو علت نه دی معلوم او نه هم نیمروز کې د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
تردې وړاندې نیمروز کې د دا ډول پیښو د رامنځته کیدو په ترڅ کې طالبان او ایراني ځواکونو نښتې کړې دي.
