اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې ماشومې ترڅنګ یو د پاخه عمر لرونکی کس ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري اغاولي قريشي وايي، چې پيښه تېره ورځ (شنبه، ۹ د مرغومي) د ګیزاب ولسوالۍ په مرکز کې د تېرو جګړو څخه د پاتې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې کوچنۍ نجلۍ ترڅنګ یو د پاخه عمر لرونکی کس ټپیان شوي، چې په خبره یې، ټپیان د ترینکوټ ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه د ماشومانو د هویت او د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د ۴۰۱ ولسوالیو له دریو دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې د افغانستان په ځمکه کې د خښو چاودېدونکو توکو له امله هره میاشت نږدې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوړي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.
