پکتيکا کې د بېلابېلو لوبو لوبغاړي د امکاناتو له کموالي شکایت کوي

په پکتيکا ولايت کې د فوټبال، والیبال او نېزه وهلو لسګونه لوبډلې او سلګونه لوبغاړي شته چې په دغه ولايت کې په لوبو بوخت دي، خو د امکاناتو د نشتوالي او نه پاملرنې له امله يې وړتياوې پټې ساتل شوې دي.

لوبغاړي وايي، که اړونده ادارې ورته پام وکړي نو پکتيکا کې به مړې لوبې را ژوندۍ او د هيواد په کچه به ښې لاسته راوړنې ولري.

بلخوا بيا د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د ورزش امریت مسوولين د فوټبال، واليبال او نېزې وهلو لوبغاړو لپاره د پاملرنې ډېرېدو خبره کوي او وايي، په دې ولايت کې يې لوبغاړو ته د مرکز او ولسواليو په کچه لوبې برابرې کړې دي.

فوټبال

په پکتيکا کې د فوټبال لوبې مينوال او لوبغاړي ډېر خو پاملرنه ورته کم ده، د يادې لوبې لوبغاړي وايي معياري لوبغالي نه  لري او په غیرې معياري ميدانونو کې سيالۍ ترسره کوي.

دوی زياتوي چې د لوبو لپاره زياتره کېدونکي مصارف له شخصي جيب څخه کوي او په وينا يې چې مرکز ښرنه کې هم يوازينی لوبغالی د نه پاملرنې له امله لوبو کولو ته مناسب نه دی.

په دې اړه د مرکز ښرنې يو لوبغاړي دوستم افغان وويل: «دلته فوټبال ډېر لوبغاړي لري او ډېری ښې وړتياوې هم شته ورسره، نو متاسفانه چې مونږ ته په تېرو څو کلونو کې هيڅ پام نه دی شوی او نه هم داسې لوبغالی لرو چې هغه دې معياري اوسي او يا دې هم نور اړونده امکانات ولري، د ښرنې ميدان هم لوبو ته نه دی جوړ.»

د دغې لوبې يو بل لوبغاړي شوقي هم د مناسبو لوبغالو او نورو امکاناتو له کموالي شکایت کوي، هغه اطلاعات روز ته وويل، چې په مرکز ښرنه او اړونده نورو ولسواليو کې دې په فوټبال برخه کې هغو لوبغاړو ته ځانګړې پاملرنه وشي چې ښې وړتياوې لري او د ولايت په کچه لاسته راوړنې ولري.

نوموړی وايي: «دلته ډېر ښه لوبغاړي شته، هغه که په مرکز کې دي او يا هم نورو ولسواليو کې، نو دوی بايد را جمع کړل شي او د ولايت په کچه يوه لوبډله ترې جوړه شي، تر څو وکولای شي چې پکتيکا ته د هيواد په کچه لاسته راوړنې ولري او يا هم ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.»

اوس مهال د مرکز ښرنې سربېره په ټوله پکتيکا کې له فوټبال فدراسيون سره د ۲۰۰ په شاوخوا کې لوبغاړي غړيتوب لري.

د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د والیبال لوبه. انځور: خواله رسنۍ

واليبال

له کرکټ او فوټبال وروسته پکتيکا کې واليبال هم ډېر شمېر کې لوبغاړي او مينوال لري، چې د دوی ترمنځ د ولايت او ولسواليو په سطحه لوبې ترسره کېږي.

دا لوبه هم په دې وروستيو کې د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله پيکه شوې او ځوانان يوازې اوس د يو ساعت تیري په ډول دغه لوبه ترسره کوي.

فوټبال لوبه د مرکز ښرنې سربېره په ارګون، مټاخان، خيرکوټ، برمل او ځينو نورو ولسواليو کې زياته ترسره کيږي، ځينې لوبغاړي يې وايي، د مسابقو لپاره کېدونکي مصارف ډېر کله له شخصي جيبونو کوي.

د مټاخان ولسوالۍ يو اوسېدونکي او د واليبال لوبغاړي رحمت الله روښان وويل، چې په سيمه کې يې ځوانان ښې وړتياوې لري او زياتوي که ورته د معياري سياليو اسانتياوې برابرې شي، نو خپل ولايت ته د ښو لاسته راوړنو وړتيا لري.

هغه زياتوي، چې دوی ته تراوسه د معياري لوبغالي او نورو اسانتياوو برابرېدو برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

روښان وويل: «مونږ دلته د ۱۲ لوبډلو ترمنځ مسابقې په لاره اچولې وې او ګټونکې ته مو موټرسايکل هم په خپلو پيسو اخيستی و، چې ډېری ېې لوبې ترسره شوې، نو واليبال ته ورزش رياست تراوسه پاملرنه نه ده کړې او نه داسې ميدان ورته لرو چې هلته دې دوامداره لوبې په کې ترسره کړو، غوښتنه مو دا ده چې د واليبال لوبغاړو ستونزو ته بايد رسېدنه وشي.»

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نیزې وهلو سیالۍ. انځور: پکتیکا کې د طالبانو د ورزش امریت

نېزې وهلو لوبه

د پکتيکا، پکتيکا او خوست سربېره د هيواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د نېزې وهلو لوبه تراوسه دود ده او په مختلفو ورځو کې دغه پخوانۍ لوبه ترسره کيږي، خو پکتيکا کې بيا تر نورو ډېر مينوال لري.

د آسونو ځغلولو په ذريعه د دغې لوبې لپاره يو لوی او معياري لوبغالي ته اړتيا وي، خو پکتيکا کې د يادې لوبې لوبغاړي وايي، چې دوی ته په تېرو څو کلونو کې د ميدان جوړېدو برخه کې شوې ژمنې تراوسه نه دي عملي شوي.

د دغې لوبې يو مينوال ریيس اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې پکتيکا کې د نېزې وهلو لوبې لپاره د پاخه عمر خلک قوي اسونه ساتي او په شخصي لګښت ورباندې ډېر مصارف کوي، هغه زياتوي چې دغه لوبه په تېرو دوو لسيزو کې د جګړو له امله پيکه شوې وه، خو له کله چې جګړه ختمه شوې په مرکز او ولسواليو کې يې مينوال او لوبغاړي مخ په زياتېدو دي.

ریيس له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د نېزې وهلو لوبې د ژوندۍ ساتلو لپاره دې امکانات برابره او د ولايت په کچه بايد يو معياري لوبغالی ورته جوړ شي.

هغه وايي: «دلته د نېزې لوبه تراوسه ډېر مينوال لري، خو دغه څو کلونو کې د جګړو له امله پيکه نه وه، خو خلکو له مجبوریت ورځې نه شوای کولی او اوس چې جنګ ختم شوی بيا دغه لوبه را ژوندۍ شوې، ولې لوبغاړي يې اسانتياوې غواړي ځکه د اسونو ساتل ځانګړي مصارف لري، نو مصارف او د يو ميدان جوړېدل ډېر زيات مهم دي.»

هڅه مو وکړه چې د لوبغاړو ستونزې پکتيکا کې په مستقيم ډول د طالبانو د ورزش امریت له مسوولينو سره شريکې کړو، خو بريالي نه شو، دغه رياست بيا په ټولنيزو رسنيو کې له خپل ادرسونو د ورزش برخې ته د پاملرنې ډېرېدو يادونه کړې.

مسوولينو ويلي، په دغه ولايت کې تر بېلابېلو نومونو لاندې د فوټبال، واليبال، نېزې وهلو او نورې لوبې ترسره شوې او يا هم دوام لري.

دوی زياتوي چې اوس مهال ورسره لسګونه د فوټبال، واليبال او نېزې وهلو لوبډلې رسمي غړيتوب لري، چې په واک کې شته امکانات او اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.

په پکتيکا ولايت کې د فوټبال يوازې يو لوبغالی شته، چې هغه هم لوبو ته نه دی برابر شوی او زياتره برخې يې تخريب شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه