د طالبانو وياند: يو شمېر رسنۍ مو «تنبيه» کړې دي

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دې ډلې په ځينو مواردو کې يو شمېر رسنۍ د «تخطۍ»، له «يو اړخ» څخه د امر د تر لاسه کولو او ملي ګټو پر ضد فعاليت له وجې «تنبيه» کړې دي.

د طالبانو د وياند دا څرګندونې نن (شنبه، ۹ د مرغومې) په يوه غږيز پيغام کې د افغانستان د خبريالانو مرکز د راپور په غبرګون کې د «ملي راډيو» پر ايکس پاڼه خپرې شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز پرون د يوه راپور په خپرولو سره ويلي و چې د ۲۰۲۳ ميلادي پر مهال يې په افغانستان کې د خبريالانو د حقونو د نقض ۱۶۸ پېښې ثبت کړې دي.

د طالبانو وياند دا راپور رد کړی دی او ويلي يې دي چې په کومو مواردو کې «تخطي» شوې يا هم خبريالان «غير خبريالي فعالیتونو لکه حقوقي او جنايي قضيو کې ښکېل و، د دې ډلې له لوري نيول» شوي دي.

ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چې خبريالان د لنډ مهال لپاره نيول شوي او هغوی ته د دې ډلې له لوري «زيان» نه دی رسېدلی. د افغانستان د خبريالانو مرکز همدا راز په خپل راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال طالبانو د اتو رسنيو فعالیت ځنډولی چې پنځه مورده يې لنډ مهالي او په درو نورو موردونو کې دوې خبري ويبپاڼې او يوه راډيو لا هم تړلي دي.

د طالبانو په خپاره شوي غږيز پيغام کې په دې اړه ويلي: «کومو رسنيو چې ډېري جدي تخطۍ کړې وې يا يې هم له بل لوري امر اخيست، يا يې هم د ملي ګټو پر ضد فعاليتونه کول، … طبيعي ده چې تنبيه شوې دي او اوس هم يوه راډيو تړلې ده.»

ده ويلي، د کومو رسنيو فعاليت چې ځنډول شوی دی، «غوښتل يې د باندنيو کړيو په هڅونې پلان شوې خپرونې وکړي چې مخه يې ونيول شوه.»

د طالبانو وياند د هغې راډيو نوم نه دی اخيستې چې فعاليت يې ځنډول شوی دی، خو د خبريالانو د مرکز له راپور سره سم، په دايکندي کې د نسيم راډيو فعاليت لا هم ځنډول شوی او طالبانو تر اوسه دې محلي رسنۍ ته د بيا فعاليت اجازه نه ده ورکړې.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په راپور کې همدا راز راغلي چې طالبانو يو شمېر خبريالان او د رسنيو مسوولين په غيابي او حضوري توګه محاکمه کړي او اوس مهال د دې ډلې په زندان کې دوه خبريالان لا هم د خپل بند دوره تېروي.

دې بنسټ ويلي چې د طالبانو د استخباراتو اداره او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره په اکثريت مواردو کې د خبريالانو د حقونو په نقض کې ښکېلې دي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د رسنيو او خبريالانو پر فعاليت پراخ بنديزونه لګولي او ځيني وختونه يې د رسنيو پر دفترونو چپاو ور وړی او خبريالان يې نيولي او شکنجه کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي چې دې ډلې د وروستيو دوو کلونو پر مهال لږ تر لږه رسنيو ته ۱۴ لارښودونه ورکړي چې د خبريالانو د حقونو د نقض او د هغوی د محدوديت اساس ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه