د دوولسو اولادونو پلار له خپل واړه ماشوم زوی سره د لرګيو په يوه ټال کې کار کوي. دا کس وايي چې اقتصادي حالت يې خراب دی، که څه هم دوولس اولادونه لري، خو داسې فکر نه کوي چې ده دې واده کړی وي او لاهم اراده لري چې يو بل واده وکړي. همداسې ډېرې نورې کورنۍ مې ليدلې دي چې په پرلپسې توګه ګڼ اولادونه زېږوي، په دې توګه يې ځوانې ميرمنې په پنځو يا شپږو کلونو کې تر څو اولادونو وروسته د زيات عمر لرونکو ښځو په څېر ښکاري او د زياتو ماشومانو، روغتيايي ستونزو او د کم خوراکۍ له کبله د ځوانۍ ښکلا، جذابيت او احساس وبايلي او د دې ماشومانو پلرونه چې د خپلو اولادونو پر وړاندې له زياتو مسووليتونو ځان کاږي، په ویاړ د نورو پر وړاندې وايي، چې ميرمن يې تر ده ډېره زړه شوې او دی اړتيا احساسوي چې يو بل واده وکړي. ګڼ کسان مې ليدلي چې په همداسې وضعيت کې دوه، درې او ان څلور ودونه کوي او د ګڼو اولادونو، پراخې کورنۍ او څو ښځو په شتون کې چې کوم مسووليتونه ورته راجع کېږي، له هغو ځان کاږي او ډېر وخت يې له کورنيو سره چلند له تاوتريخوالي ډک وي.
همدې کس ته ورته زموږ په کلي کې يوه بله کورنۍ وه چې يوازې شاوخوا لس نارينه اولادونه يې درلودل. زما په ياد کېږي چې د دې ماشومانو پلار یې يوازې په جامو پسې هم نشوای رسېدلای، هغوی به اکثريت وخت په شلیدلو جامو کې ګرځېدل او مور يې د زياتو اولادونو له لاسه نور د کور له هر کاره لويدلې وه او ډېر کم وخت به يې ماشومانو پاکې جامې اغوستلې. زما نه په ياد کېږي چې دې ماشومانو دې په خپل ماشومتوب کې پايزار په پښو کړي وي، بلکې تل به د کليو په سختو ډاګونو کې لوڅې پښې ګرځېدل او تل به پر يوه نه يوه دروازه ولاړ وو، تر څو يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي. پلار یې هم د ګڼې کورنۍ له کبله اړ و چې تر حد زيات کار وکړي، له همدې کبله به ډېر وخت مسافر و او کم وخت به کور ته راتله. په دې توګه يې زامنو له پلار سره ډېر کم وخت تېراوه او هغه تربيه او روزنه چې په کورنۍ کې بايد ماشومانو ترلاسه کړې وای، هغه يې هيڅکله هم ونه ليدله. د دې کس ماشومان په کلي کې په لښکر مشهور شوي وو او شاوخوا ټول کورونه ترې په تنګ وو.
فکر کوم زموږ په ټولنه کې به د داسې کورنيو شمېرل هيڅ سخت نه وي چې تر خپلې اقتصادې وړتيا زيات اولادونه پيدا کوي. هره کورنۍ داسې انګېري چې د اولادونو زيات پيدا کول د دوی د ضعف ټکی نه بلکې قوت دی. کله چې له داسې تفکر سره د ملايانو هڅونې او نصيحتونه هم شامل شي، نو د اولاد پيدا کول يو بل رنګ اخلي، بيا خلک د دې پر ځای چې محاسبه وکړي يو داسې توکل کوي چې نه يوازې معقول نه وي، بلکې له ديني مفهوم سره هم سر نه خوري. تر هر څه لومړی اولاد زېږول يو مسووليت دی او زموږ په ټولنه کې لومړی پلار مسوول دی چې په نس يې موړ کړي، په جامه يې پټ کړي، سمه روزنه يې وکړي او د زده کړو زمينه ورته برابره کړي. کله چې يو پلار د يو پلار او يا هم يوه مور د يوې مور په توګه خپل اولاد ته وخت نه شي ورکولای، سمه روزنه او تربيه يې نه شي کولای، سم خوراک ورته نه شي ورکولای او زده کړې نه شي پرې کولای، ولې يو داسې بوج او مسووليت اخلي چې پوره کولای يې نه شي؟ له ما سره اکثريت وخت همدا پوښتنه وي، چې دا خلک ولې دا ساده محاسبه نه کوي؟ دوی د اولاد تر پيدا کولو وړاندې ولې دا فکر نه کوي چې زه د مياشتې او يا هم د کال څومره پيسې ګټم؟ څومره سپما کولای شم او د يوه يا دوو ماشومانو اټکلي لګښت پوره کولای شم او که نه؟
له دې سره-سره، زموږ په ټولنه کې ډېری نارينه په دې لړ کې يو بل ظلم دا کوي چې د ميرمنو وضعيت ته هيڅ پاملرنه نه کوي. کله چې يو ماشوم پيدا کېږي، يوازې ماشوم پاملرنې ته اړتيا نه لري، بلکې بايد د ماشوم د مور روغتيا او خوراک ته هم پام وشي او تر هر څه لومړی بايد د هغې نظر وغوښتل شي چې ايا د يوه بل اولاد پيدا کولو لپاره چمتو ده؟ مګر لکه څرنګه چې په يوه نارينه سالاره ټولنه کې د هر څه په اړه پرېکړه نارينه کوي، دلته هم نارينه پر خپل سر اقدام کوي او اکثريت وخت خو د اولاد پيدا کېدو پر وخت هم د نارينهوو لپاره تر ټولو اسانه او ساده لار دا وي چې بايد د ماشوم مور په کور کې اولاد پيدا کړي او همدلته بايد جوړه شي، داسې ګڼې کورنۍ لاهم شته چې په دې وخت کې روغتون ته د ښځې بوول شرم ګڼي. په دې سره په نشت امکاناتو او تدابيرو کې يو اولاد زېږي چې ګڼ وختونه په کې مور او ماشوم دواړه ضايع کېږي، يا هم ميندې پر خپل اولاد د زېږون پر وخت مړې شي. دا د مرګ او ژوند مسئله ده او د ماشوم پلار په دې کې حد اقل نيمايي مسووليت لري چې بايد اړين امکانات برابر کړي او د ماشوم او د مور ژوند يې وژغوري، خو لکه څرنګه چې د توکل په نوم د اولاد له راتلونکي سره لوبې کوي، همداسې په دې وخت کې د خپلې ميرمنې او ماشوم له ژوند سره هم لوبې کوي او د خدای په يوه داسې نړۍ کې پر دعاوو، دمونو، څاښتونو او تاويزونو توکل کوي چې له ګڼو امکاناتو ډکه ده او يوازې دې ته اړتيا لري چې انسان يې د خدای ورکړي عقل په وسيله وپلټي او کار ترې واخلي.
د زياتو اولادونو د زېږولو په اړه په کلتوري او ديني توګه ځينې ناسم مفاهيم مروج شوي او کوم خلک چې ډېر اولادونه پيدا کوي، هغوی اکثريت وخت د خپلو اعمالو د توجيه په موخه په هغو استدلال کوي. په کلتوري توګه يوه مشهوره خبره ده چې د اولاد زور ځمکه وړي او رزق يې ورته خدای ورکوي، نو بيا ولې د اولاد په زېږولو کې له مصلحت او يا هم محاسبو کار واخيستل شي، بلکې تر څو چې يې خدای ورکوي، بايد وزېږول شي. همدا راز، ځينې ملايان په ناسم ډول خلکو ته دا انګېرنه ورکوي چې د اولاد بندول له ديني پلوه ګناه ده او څوک چې دا کار کوي، هغوی ګواکې پر الهي تقدير باور نه لري، ځکه د مخلوق رزق خدای منلی دی، هغه ورته په هر حال کې رزق ورکوي او هيڅوک له لوږې نه مري. د دوی له وينا سره سم، د هر چا د رزق اندازه ليکل شوې ده او يو څوک تر هغه کم او زيات نه شي اخيستلای. په دې توګه عام خلک د يو شمير نورو ضعيفو او موضوعي روايتونو په وسيله هڅوي چې اولادونه وزېږوي، که څه هم هغوی به په هيڅ ډول هم د دې جوګه نه وي چې تر دوه يا درې زيات اولادونه وپاللای او وروزلای شي.
په دې لړ کې تر ټولو مهمه خبره داده چې هيڅ ځای هم په ديني نصوصو او متونونو کې صراحتا نه دې ويل شوي چې اولاد بندول ګناه لري، بلکې د اسلام په لومړيو متونونو کې چې چيرته دا بحث موندل کېږي، هلته په دې اړه هيڅ ډول حکم نشته، يعنې پر دې متن باور لرونکي ته اختيار ورکړل شوی دی. په دې توګه په عام ډول چې ملايان د اولاد بندولو په اړه کوم احکام بيانوي، د هغوی شخصي برداشت کېدلای شي، خو مطلق ديني حکم نه شي ګڼل کېدلای، ځکه په دې اړه صريح امر نشته. همدا راز، په دې تړاو چې د رزق کومه توجيه وړاندې کېږي، هغه په عملي توګه نه يوازې ملا بلکې نور خلک هم په خپل ژوند کې نه تطبيقوي. مطلب دا چې هيڅوک هم د خدای د رزق په تمه لاس تر زنې نه کېني، بلکې د ملا په ګډون هر يو منډه کوي چې تر نورو يوه ګوله زياته وګټي، ځکه ټول پوهېږي چې رزق په منډه، کار، هلو-ځلو او تدبير پيدا کېږي، که څوک منډه ونه کړي، بې رزقه پاتې دی او له لوږې مري. په دې توګه چې له ملايي ليدلوري د ماشوم د رزق په اړه کوم تصور عامو خلکو ته ورکول کېږي، په حقيقت کې له عملي ژوند او واقعيت سره په ټکر کې دی او ديني متون هم د رزق ورکولو په اړه داسې نه وايي، چې ماشوم ته ډوډۍ له اسمانه نازلېږي، بلکې لکه پښتانه چې وايي، په حرکت کې برکت دی. د خدای په پيدا کړې نړۍ کې د رزق ګټلو، ژوند کولو، رغېدلو او د ژوند د نورو چارو لپاره په طبيعت کې قوانين جوړ دي، هر څوک چې له دې طبيعي او الهي قوانينو سره سم د ژوند کولو هنر زده کوي، بريالی به وي او څوک چې د هغو د زده کړې پر ځای په ناسمو توهماتو ورسره ټکر کوي، نه يوازې خپل ژوند ستونزمنوي بلکې له ده سره د تړلو نورو ژوند هم تريخوي.
