له پوهنې د سپر په توګه ګټه اخیستل؛ طالبانو د کونړ په ښوونځیو کې د داعش ضد کتاب وېشلی

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو د دغه ولایت په یو شمېر دولتي ښوونځیو کې «د شیطان لښکر» په نوم د داعش ضد مفکورې کتاب ویشلی دی.

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن (دوشنبه، ۴ د مرغومي) وویل، چې طالبانو دغه کتاب له څو ورځو راهیسې د کونړ د مرکز اسعد آباد او څېرمه ولسوالیو اړوند ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې وېشلی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه کتاب په کونړ کې د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري وېشل شوی او زده کوونکو ته یې د دغه کتاب د لوستلو سپارښتنه کړې.

د سرچینې په خبره، طالبان د زده کوونکو له لوري د داعش لښکر کتاب تر لوستلو وروسته له هغوی د همدغه کتاب اړوند ازموینه اخلي، چې په خبره یې تراوسه یې په عمراخان، شهید شهیم لېسو او کېرالې ښوونځیو کې ازموینې اخېستي او په نورو کې هم ازموینې روانې دي.

سرچینې وویل: «اسعد آباد او ولسوالیو کې طالبانو د شیطان لښکر په نوم کتاب تقسیم کړی، شاګردانو ته یې ویلي، چې دا کتاب په دوو هفتو کې ولولي، بیا به امتحان اخېستل کېږي او بیا به ممتازو شاګردانو ته ډالۍ ورکول کېږي.»

په دغه کتاب کې داعش ډله خوارج او د شیطان لښکر یاده شوې.

د سرچینې په وینا، د داعش ضد دغه کتاب کې په ښکاره ډول د داعش ډلې خلاف تبلیغات نه دي شوي، بلکې موخه یې دا ده، چې خلکو ته د داعش ضد فکر ورکړي او د طالبانو ملاتړي زیاتول دي.

تراوسه کونړ کې د طالبانو ځایي چارواکو په تړاو څه نه دي ویلي.

کونړ د هېواد یو له هغه ولایتونو دی، چې د پخواني جمهوري نظام له وخته تراوسه په کې داعش ډله فعالیت لري او وخت ناوخت له طالبانو سره نښتې هم کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په کونړ او ننګرهار کې ګڼ شمېر اهل حدیث علماء او ولسي خلک له داعش ډلې سره د اړیکو په تور په مرموز ډول وژل شوي، چې خلک یې د طالبانو کار بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه