اطلاعات روز: يو شمېر هيوادوال وايي چې طالبان په کاغذي پېژندپاڼه کې د عکس د بدلولو په مقابل کې زر افغانۍ اخلي.
د بلخ اوسېدونکو نن (يکشنبه، ۳ د مرغومي) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې موضوع پخلی کړی دی.
همدا راز په فارياب او جوزجان ولايتونو کې سرچينو او په کابل کې يوې سرچينې تاييد کړې ده چې د عکس د نوي کولو لګښت زرو افغانيو ته لوړ شوی دی.
د سرچينو په وينا، پخوا د کاغذي پېژندپاڼې عکس بدلولو لګښت نه درلود او یوازې د پيژندپاڼې لګښت اخيستل کېده.
خو اوس د بلخ يو اوسېدونکی وايي چې طالبانو د دې ولايت په ثبت او احوال نفوس رياست کې د پيژندپاڼې د عکس بدلولو لپاره مراجعينو ته بانکي تعرفه ورکوي چې زر افغانۍ ده.
د بلخ يو اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته په يوه پيغام کې ويلي: «غوښتل مې برېښنايي تذکره واخلم او اړتيا دا وه چې په کاغذي پېژندپاڼه کې انځور بدل کړم. اړ شوم چې زر افغانۍ بانک ته او دوه سوه افغانۍ ثبت او احوال نفوس رياست ته ورکړم.»
د هيوادوالو په وينا، يوازې د عکس د بدلولو لپاره زر افغانۍ ډېر زيات لګښت دی.
طالبانو تر دې وړاندې د برېښنايي پيژندپاڼې بيه ۵۰۰ افغانۍ ته لوړه کړه او د کاغذي پېژندپاڼې او د هغې د تاييدۍ بيه يې ۲۰۰ افغانۍ ته لوړه کړې وه.
د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د برېښنايي پېژندپاڼې بيه ۱۰۰ افغانۍ او د کاغذي پيژندپاڼې بيه ۱۰ افغانۍ وه.
اوس مهال په افغانستان کې برېښنايي پېژندپاڼه او پاسپورټ د پخواني دولت په نښان سره توزيع کېږي.
