لغمان او ارزګان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: لغمان او ارزګان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله څلور تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.

د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «ترنګ» سیمه کې نن (یکشنبه، ٣ د مرغومي) سهار ۹:۰۰ بجې د یوې ترافیکي پیښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي په یاده سیمه کې د طالبانو یو «هایلکس» موټر له یوې ریکشې سره ټکر کړی، چې پر مهال يې په ریکشا کې ناست درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې پېښه د هایلکس موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

له دې وړاندې هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو له لوري ورته ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې له پوځي موټرو سره د طالبانو نابلدتیا او بې احتیاطي ښودل شوې ده.

دغه راز ارزګان کې هم د طالبانو ځایي مسوولين وايي، چې د دې ولايت د ترينکوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لار په یوې ترافيکي پيښه کې يو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ارزګان د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند بلال ارزګانی وايي، چې پيښه تېره شپه (شنبه، ۲ د مرغومي) د يو فلډر موټر او موټر سايکل ترمنځ رامنځته شوې ده.

نوموړي د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی، خو د پیښې د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خرابې لارې هغه لاملونه دي چې ډیر کله د داسې پیښو لامل ګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه