اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند «کنده» کلي کې د سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د یو پُل د جوړېدو چارې پېل کړې.
د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري زین العابدین عابد وویل، چې د دې پُل په جوړیدو شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ځایي ولسونو او سوداګرو لخوا ورکول کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه پل ۶۸ متره اوږدوالی او ۷.۵ متره پراخوالی لري، چې په اساسي او پاخه ډول جوړیږي.
بل لور ته د سیمې اوسیدونکي هم د یاد پُل د جوړیدو چارو ته خوښ دي او وایي، چې د دغه پُل په جوړیدو سره به د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه وصل شي او د ځایي کورنیو د تګ–راتګ ستونزه به حل شي.
لغمان کې د یاد پل د جوړیدو چارې داسې مهال پېلیږي، چې لاهم د دغه ولایت په ګڼ شمیر سیمو کې له پخوا نیمګړې پروژې پاتې دي او خلک یې د طالبانو له حکومت او موسېسو د بشپړیدو غوښتنه کوي.
