اطلاعات روز: د ننګرهار روغتیایي مسوولين وايي چې په دې ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې پر مهال به یې په ٢٢ ولسوالیو کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته تطبیق شي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رییس امین الله شریف نن (شنبه، ٢ د جدې) د کمپاین د پیل پر مهال وویل چې دا کمپاین به تر راتلونکو لسو ورځو دوام وکړي او پر مهال به یې تر لس کلنۍ کم عمره شپاړس لکه او اوولس زره او ۱۰۰ تنه ماشومان واکسین شي.
ښاغلی شريف همدراز زیاتوي چې ننګرهار کې تر مثبتو پېښو وروسته يې د عامه پوهاوي لړۍ پراخه کړې او مختلفو ولسوالیو کې یې اووه سوه او ۸۴ میرمنې د عامه پوهاوې په پار پر دندو ګومارلې دي.
ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین لس ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې روان کال هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
