سوړ ژمی او بې روزګاري؛ کونړ کې داخلي بې ځایه شوي د سرپناه له نشتوالي او نه لاسنیوي سر ټکوي

کونړ کې یو شمېر کورنۍ چې د پخواني حکومت پرمهال د سختو جګړو له امله بې ځایه شوي شکایت کوي، چې د اقتصادي ستونزو له امله نه دي توانېدلي، چې په خپلو اصلي سیمو کې خپل کورونه اباد او بېرته هلته ستانه شي.

دوی نیوکه کوي، چې خپلو اصلي مېنو ته د بېرته ستنېدو لپاره ورسره نه تېر حکومت او نه هم د طالبانو اوسني رژیم مرسته کړې، چې له امله یې دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

کونړ مېشتي داخلي بې ځایه شوي دغه راز د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی په خپلو اصلي سیمو کې دې ورته د وېجاړو شویو کورونو جوړولو سربېره دې ورته کاري فرصتونه هم برابر کړي.

سیف الله چې اصلي د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له نن شپږ کاله وړاندې د سختو جګړو له امله د خاص کونړ ولسوالۍ شالۍ ولي سیمې ته کډوال شوی او دلته په یوه نیمه جوړ شوي کور کې، چې خونې یې دروازې، کړکۍ او حتی چت یې هم جوړ نه دی اوسېږي.

نوموړی وايي، خپل کلي کې یې کور د جګړو له امله وېجاړ شوی او توان نه لري، چې بېرته خپلې سیمې ته ورشي او خپله مېنه آباده کړي.

دی زیاتوي، چې دلته په نیمه جوړ کور کې هر کال د سخت ژمي او اوړي له امله یې د کورنۍ غړي له سختو ناروغیو سره مخ وي، چې د درملنې او نورو آسانتیاوو برابرولو توان هم نه لري.

سیف الله وویل: «دلته زمونږ ډېر وخت کېږي، شپږ ـ اووه کاله به کېږي، دغه کنډرو کې پراته یو، تاسې یې ګورئ نه کړکۍ لري نه دروازې لري، یو شی هم نه لري، یخنۍ موسم را باندې راغی، ماشومان مو ناروغان کېږي او د لرګیو وس مو هم نشته دی.»

د کونړ اسمار کې داخلي بې ځایه شوي. انځور: ډي ډبلیو

داخلي بې ځایه شوې کورنۍ دغه راز نیوکه کوي، چې د پخواني جمهوري حکومت او د طالبانو د اوسني رژیم پرمهال ورسره د کورونو د جوړولو لپاره مکررې ژمنې شوي، چې په خبره یې د کلونو په تېرېدو لاهم په دغه برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوی.

سپین ږیری ګل امین چې سختو جګړو څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ناړۍ ولسوالۍ څخه د خاص کونړ ولسوالۍ شالۍ ولي سیمې ته کډه کولو ته اړ کړ، د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو د خپلې مېنې د آبادولو او کاري بوختیاوو په برخه کې د لاسنیوي غوښتنه کوي.

نوموړي په همدې تړاو وویل: «نه په تېر حکومت کې د کورونو په جوړېدو کې کار شوی او نه دې حکومت کې لیکل کوي، راځي ویې لیکي، خو بېرته عملي کار نه دی پرې شوی.»

داخلي بې ځایه شوي غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت او نړیوال بنسټونه دې د دوی سره د کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي. انځور: خواله رسنۍ

بل لور ته د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني چې څه موده وړاندې یې ننګرهار ته سفر کړی و، د داخلي بې ځایه شویو ستونزې مني او زیاتوي، چې له پاکستانه د تازه را ستنو شویو کورنیو له ځای پرځای کولو وروسته د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته رسېدنه کوي.

دی زیاتوي، چې واک ته د طالب ډلې له رسېدو وروسته دې وزارت شاوخوا پنځه سوه زره داخلي بې ځایه شوي، چې په کابل او د نورو ولایتونو په مرکزونو کې مېشت و خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.

خلیل الرحمن حقاني وویل: «ددې لپاره مونږ قوي پلان لرو په آینده کې، داخلي بې ځایه شوي دي او که بهر نه راغلي دي، اوس لپاره مونږ ته اول دا ضرورت دی، چې نوي مهاجر راغلي دي، باید د دوی اول مرستې وشي، اول دوی انتقال شي، دوی سره لومړنۍ مرستې وشي، تقریباً ما په خپل یاداشت باندې تر پنځه لکو نه زیات خلک په داخل د کابل او نورو ولایتونو کې مونږ خپلو مېنو ته انتقال کړل.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې افغانستان کې د پخوانیو سختو جګړو، اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له امله شاوخوا اته مېلیونه افغانان د خپل هېواد او خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوي، چې په دغه ډله کې شاوخوا درې مېلیونه داخلي کډوال هم شامل دي.

کونړ کې داخلي بې ځایه شوي داسې مهال له خپلو ستونزو سر ټکوي، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې پاکستان له دغه هېواده د مېشتو ناقانونه افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پېل کړې چې تر دا مهال شاوخوا پنځه سوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه