اطلاعات روز: ځایې سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سیمې یو اوسیدونکی عصمت الله وایې، چې دا پېښه نن (پنجشنبه٣٠د لېندۍ) ماښام ناوخته د مومندرې ولسوالۍ په «ډکې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې یو «بابوجي» موټر له سړکه اوښتې او لاندې غورځېدلی چې له امله یې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي ګړندی تګ یادوي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسولین هم یاده پېښه تايیدوي او وایې چې ټپيان د يادې ولسوالۍ د امنیتي مسولینو له لوري نیږدې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي چې ډاکټرانو یې روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
په دې وروستیو کې ننګرهار کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي چې تر ډیره یې لامل د ترافیکو اصولو نه مراعات کول، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.
