اطلاعات روز: له خوست ولايت څخه سرچينې وايي چې د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو يو تنکی ځوان چې د لسم ټولګي زده کوونکی و په ډزو وژلی دی.
دا پېښه نن (پنجشنبه، ۳۰ د ليندۍ) را منځ ته شوې او سرچينې پکې د وژل شوي تنکي ځوان نوم «اجمل» ښوولی. سرچينې زياته کړې چې نوموړی د خپل ټولګي اول نومره و.
د دې پېښې نور جزييات نه دې په ډاګه شوي او نه هم د خوست ولايت لپاره د طالبانو مسوولينو په دې تړاو څه ويلي.
بل پلو په ټولنيزو رسنيو کې د اجمل د وژنې لامل شخصي دوښمني ياده شوې مګر دا موضوع رسمي سرچينو نه ده تاييد کړې.
