د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو بټیو فعالیت خلک له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته د نیږدې پرتې سره رود ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چې د دې ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د هستوګنې سیمو ته نیږدې له سلو زیاتې د پخو خښتو بټۍ فعالیت کوي چې لوګیو یې هوا ککړه کړې او خلکو ته يې ګڼې ناروغۍ پیدا کړې دي.

د سره رود اوسیدونکی زمرک چې د خښتو بټیو ته نیږدې ژوند کوي وایې چې په بټيو کې ربړ او نور غوړین مواد سوځول کیږي چې له امله یې هوا ککړه او لوګیو یې ماشومان او د کورنۍ غړي په سالنډۍ او نورو ناروغیو اخته کړي دي. دی د طالبانو له حکومته غواړي چې د هوا د ککړتيا مخه دې ونيسي.

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی قدرت الله هم ورته شکایت کوي او وایې چې له همدې امله د سره ردو زياتره اوسېدونکي په تنفسي ناروغيو اخته شوي.

هغه د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې دې د خښتو په بټیو کې د بې کيفيته سون توکو د سوځونې مخه ونيسي.

روغتیاپالان هم د دې ستونزې پخلی کوي او وایې، ککړه هوا کولای شي له نورو ناروغیو سربیره د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل کیدای شي.

 په دې ولایت کې د ماشومانو برخې ډاکټر شرف الدین وایې، د ککړې هوا په زیاتیدو سره تنفسي ناروغۍ زیاتیږي چې دوام یې لوی ناورین رامنځته کولای شي. د نوموړي په خبره ککړه هوا کولای شي، خلک په تنفسي ناروغيو اخته کړي په خاص ډول هغه کسان چې کورونه یې د خښتو بټیو او صنعتي فابریکو ته نیږدې وي.

ډاکتر شرف الدین زیاته کړې:«د هوا ککړتیا زیاتې ناروغۍ رامنځته کوي، په خاص ډول تنفسي او دوام یې هم مرګونې پایلې لري؛ نو خلک ته په کار ده چې په ورځني ژوند کې له ماسک کار واخلي او هم دې خپلو ماشومانو ډیر پام وساتي.»

په ورته مهال کې د خښتو د بټیو څښتنان د خلکو ستونزې مني خو وایې چې د ځای د نشتوالي له امله اړ شوي د سره ولسوالۍ هستوګنیزو ځايونو ته نیږدې فعالیت وکړي. دوی ټینګار کوي که ځای ورته مشخص شي، ستونزې به یې حل او د هوا د ککړتیا مخه به ونيول شي.

بلخوا د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست مسولین هم یاده ستونزه تایدوي او وايي چې د سره رود د بټیو لوګي د ننګرهار د چاپېریال لپاره یو بحران دی چې دوی یې د مخنیوي پر لارو چارو غور کوي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ګڼ شمیر تولیدي فابریکي یې له جلال اباد ښاره ویستلې او د خښتو د بټیو له مالکانو سره  يې هم د یادې ستونزې د حل په موخه غونډه کړې او هغوی ورته د حل ډاډ ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په مختلفو ولسوالیو کې له سلو ډیرې د خښتو بټۍ موجودې دي چې زیاتره یې په سره رود ولسوالۍ کې  هستوګنیزو سیمو ته نیږدې فعالیت کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه