اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق ويلي چې د دې هيواد وګړي له طالبانو سره د اړيکو هر ډول عادي کېدل ردوي.
ده چې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۹ د ليندۍ) يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې خبرې کړې، ويلي چې د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي د راپور د وړانديزونو تطبيق بايد مشروط وي.
فايق ټينګار کړی چې له مشروطوالي او شفافيت پرته د دې وړانديزونو پلي کول به له طالبانو سره د اړيکو د عادي کېدو د هڅو په تړاو په داسې مهال کې جدي انديښنې راپورته کړې چې دې ډلې په خپلو سياستونو او اقداماتو کې هيڅ بدلون نه دی راوستلی.
ده ويلي چې دا انديښنې د ښځينه فعالانو او مدني ټولنې د غړو په شمول د افغان استازو په سرخلاصي ليک کې بيان شوې دي.
فايق ټينګار کړی چې د دې افرادو نظريات بايد په غور سره واورېدل شي او د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي د راپور په وروسته مرحلو کې بايد ورته پاملرنه وشي.
ده د خپلو خبرو په دوام ويلي چې نړيواله ټولنه بايد د طالبانو له رژيم سره چې بشري حقونو او نړيوالو نورمونو ته درناوی نه لري، د اړيکو د عادي کېدلو په تړاو د افغانستان د خلګو زياتېدونکو غوښتنو ته پام وکړي او پر يوې داسې حللارې تمرکز وکړي چې له کبله يې ټولشموله او مشروع حکومت را منځ ته شي.
ده ټينګار کړی چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د لارې نقشه بايد د دې هيواد د خلګو د غوښتنې پر اساس جوړه شي، تر څو د دې هيواد تنوع وښيي.
د افغانستان د استازولۍ سرپرست ويلي چې طالبان له خبرو ډډه کوي او ټولشمول په ناسم ډول تفسيروي.
ده زياته کړې چې د قانون د حاکميت، عدالت او حساب ورکولو پر اساس د قانوني دولت سيسټم جوړول ډېر مهم دي او اوس د طالبانو مسووليت دی چې د سياسي بن بست په حل کولو او د افغانستان د خلګو او نړيوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته په درناوي سره د دې هيواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
نصير احمد فايق د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې ټينګار کړی چې امنيت شورا او ملګري ملتونه بايد د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي په شمول پر يوه تګلاره توافق وکړي تر څو د ملګرو ملتونو د ارزوونکي د راپور لارښوونې پلې شي.
ده زياته کړې چې که څه هم دې راپور طالبان د اوسني کړکېچ، ځپونکو سياستونو او بشري حقونو د نقض د اصلي لوبغاړي په توګه نه دې ښوولي، خو کېدلای شي چې ستونزو ته د رسيدنې په برخه کې يو لارښود سند وي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو د افغانستان په تړاو د خپلواکې ارزونې په راپور کې وړانديز کړی چې د ملګرو ملتونو له لوري بايد يو ځانګړی استازی وټاکل شي او دا استازی بايد د نړیوالو شريکو همکارانو او افغانستان تر منځ پر ډيپلوماسۍ او د بين الافغاني خبرو پر کېدو تمرکز وکړي.
طالبانو د سينيرلي اوغلو د راپور دا برخه رد کړې ده، خو د نورو مواردو هرکلی يې کړی دی.
همدا راز د طالبانو د رسميت پيژندنې او له دې ډلې سره د اړيکو د عادي کېدو په اړه د لارې نقشه د سينيرلي اوغلو د راپور يوه برخه ده.
دا راپور د طالبانو د مخالفينو له نيوکې سره مخ دی او منتقدين يې نيمګړی ګڼي.
