اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک وايي چې د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په «ګرو» کلي کې ځايي خلکو د هغه پله د جوړولو چارې پیل کړي دې چې په تېر او اوس کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله وېجاړ پاتې و.
د ماڼوګي ولسوالۍ يوه ځايي اوسېدونکي نن (پنجشنبه، د لیندۍ ۳۰) اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پل د ځايي خلکو او د یادې سیمې د بهر مېشتو وګړو په مالي مرسته جوړوي. د نوموړي په وينا، د رغونې چارې يې یې نیمايي ته رسېدلې دي.
نوموړي، د یاد پله د ټولټال لګښت په تړاو جزیات نه دي ورکړي او نه هم کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه ویلي.
نوموړی زیاتوي، دا پل به په پاخه او بنسټیز ډول جوړېږي او د جوړونې کارونه یې په چټکۍ روان دي چې په نږدې راتلوونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د سیمې دا اوسېدونکی زياتوي چې د یاد پله د خرابوالي له امله د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په تېر او اوسني حکومت کې خلګو په وار-وار د پله د جوړېدو غوښتنې کړې وې خو په خبره یې تر اوسه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې هم ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه پله چې د سیلابونو او د سیند اوبو د زیاتوالي له امله وېجاړ شوی و، د جوړولو چارې پیل کړې وې مګر د بودیجې د کموالي له امله یې چارې ټکنۍ دي.
