اطلاعات روز: یوه بهر مېشتي افغان ډاکټر د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د څه باندې سلو هغو ناروغو ماشومانو وړیا درملنه پیل کړې چې د زېږون له وخته یې شونډې، پوزې او تالو سوء شکله او يا پرې دي.
ډاکټر عبدالغفار غیور چې له اوږدې مودې راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، له شاوخوا نهو کلونو راهیسې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شپږ زره دغسې ماشومانو عمليات کړي دي.
نوموړي په تازه توګه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په یوه خصوصي روغتون کې چې د روغتون مسوولینو یې هم تر یوې کچې لګښت په غاړه منلی د عملیاتو او درملنې لړۍ پیل کړې. د ښاغلي غيور په وينا، د ناروغانو د عملياتو وسايل يې له بهره راوړي او په هر ولايت کې د سلو ناروغانو درملنه يې هدف دی.
دی زياتوي چې غواړي په دې توګه له بې وزله هيوادوالو سره مرسته وکړي.
غلام الرحمن چې د یوولس کلن زوی شونډه يې پرې وه، خپل زوی يې د پاکستان خيبرپښتونخوا ايالت ته د درمنلې لپاره وړی و خو د پيسو د نشتون له وجې يې عمليات ورته نه دې کړي. اوس خوښ دی چې د دې ډاکټر له لوري يې د زوی عمليات په وړيا ډول کېږي.
د ايمل حسنزي خصوصي روغتون چې دا ډاکټر پکې د ماشومانو عمليات کوي، مشر ډاکټر ايمل حسنزی زياتوي چې دا ډول عملیاتونه ډېرو پیسو ته اړتیا لري خو دوی په خپل روغتون کې ناروغانو ته د عملیاتو او درملنې وړیا زمینه برابره کړې.
نوموړی وايي چې په خپل روغتون کې يې سلو ناروغو ماشومانو ته د درملنې وړیا خدمات پیل کړي او له ننګرهار سربېره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو دا ډول ناروغان ورته مراجعه کوي.
دی زياتوي: « د معاينات، عملیات خونې، بستر او نور مصارف دا ټول موږ په خپله غاړه اخيستي، کابل کې پر دې عملیاتو له شل زرو نه تر دیرش زرو افغانیو پرې لګښت راځي که چيرته په سټندرډ ډول وشي.»
ډاکټران د شونډو، پوزې او تالو پر سوء شکله ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل د فولیک اسید کموالی او د میندوارۍ پر مهال د میندو له لوري د خپلسرو درملو استعمال یادوي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې په دې ناروغۍ اخته ماشومان باید د خپل عمر تر دوه کلنۍ پورې عمليات او درملنه يې وشي، ځکه د دوی په وينا د ماشومانو د عمر په زیاتېدو سره یې درملنه او عملیات سختېدلای شي.
