اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې هيواد له وګړو څخه غوښتي چې په هيڅ دليل هم بايد افغانستان ته سفر ونه کړي.
دې وزارت پرون (دوشنبه، ۲۷ د ليندۍ) اعلان کړی چې په افغانستان کې «ګڼې ترهګرې ډلې» فعالې دي او امريکايي وګړي د «انسان تښتونې» او «غير قانوني نيونې» له ګواښ سره مخ دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت همدا راز ويلي چې ارزونه يې ښيي چې خطر شته د دې هیواد وګړي د طالبانو له لوري هم ونيول شي.
دې وزارت زياته کړې چې طالبانو د مرستندويو او بشرپالو بنسټونو کارمندان ځورولي او نيولي دي، ښايي د بهرنيانو فعاليتونه مشکوک وګڼي او شونې ده چې د نيولو دلايل يې هم ناڅرګند وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې هيواد له وګړو غوښتي چې که د طالبانو له اړوندو بنسټونو سره يې د سوداګرۍ لپاره هم ځان ثب کړی وي، د نيول کېدو خطر يې زيات دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي: «طالبانو بيا-بيا متحده ايالاتو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ټليفون له لارې په بند کې د امريکايي وګړو وضعيت معلوم کړي. ښايي د نيونې موده اوږده وي او د نيونې پر مهال د متحده ايالاتو وګړي روغتيايي پاملرنې ته محدود لاسرسی لري او يا هم ښايي په فزيکي توګه وځورول شي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې هيواد له وګړو چې اوس په افغانستان کې دي، غوښتي چې د شونتيا په صورت کې دې ژر تر ژره له سوداګريزو لارو ووزي.
امريکا پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی دی.
د افغانستان لپاره د دې هيواد سفارت اوس مهال په قطر کې له دوحې ښار څخه د افغانستان اړوندې چارې مخته وړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو تر واکمنېدو وروسته بيا-بيا خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په تړاو خبرداری ورکړی.
په وروستيو ورځو کې د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت هم د دې هيواد له وګړو غوښتي و چې افغانستان ته سفر ونه کړي.
