اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې وسله والو غلو یو کس په ډزو وژلی او د هغه پیسې یې له ځان سره وړي دي.
د سید احمد په نوم د سیمې یو اوسیدونکي وویل، چې وسله والو غلو د متین په نوم کس تېر ماښام (دوشنبه، ٢٧ د لېندۍ) د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «سراچې پل» سیمه کې په ډزو وژلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، متین د جلال اباد په صرافۍ مارکیټ کې له یو صراف څخه پېسې راخیستې وې او غلو له هماغه ځایه څارلی چې کور ته د ستنېدو پر مهال د وسله والو غلو له لوري پرې ډزې شوي او وژلی یې دی.
هغه زیاتوي، چې وژل شوی کس د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ «مامند» سیمې اصلي اوسېدونکی و.
ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.
عام خلک وايي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو پېښې د پخوا په پرتله زیاتې شوي چې ډیر کله له رسنیو پټې پاتې کیږي.
دوی پر طالبانو نیوکه کوي چې ډیر کله د طالب سرتیرو د ځانګړي یونیفورم د نشتون له امله د طالب او غلو توپیر نه شي کولای.
