اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دا ډله د جمعيت علماء پاکستان د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په راغوښتلو غواړي چې «د تبليغاتو مخنيوی وکړي او د پاکستان له خلګو سره واقعيتونه شريک کړي».
ده په هغه غږيز پيغام کې چې نن (يکشنبه، ۲۶ د تلې) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزون له لارې خپور شوی ويلي چې مولانا فضل الرحمان «کولای شي د پاکستان خلګ پوه کړي تر څو په هغه هيواد کې د [افغانستان] د خلګو پر خلاف کېدونکي تبليغات او پروپاګنډ عامه اذهان خراب نه کړي».
مجاهد زياته کړې چې طالبان غواړي «د تبليغاتو مخه ونيسي او همدا راز د پاکستان له خلګو سره ځيني واقعيتونه شريک کړي او مولانا فضل الرحمان کولای شي په دې لړ کې ښه رول ولوبوي».
د جمعیت علمای پاکستان ګوند وايي چې طالبانو د دې ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته «ځانګړی» پيغام لېږلی دی.
دا پيغام په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت د سرپرست سردار احمد شکيب له لوري مولانا فضل الرحمان ته رسيدلی دی.
د جمعیت علمای پاکستان ګوند په وينا، طالبانو مولانا فضل الرحمان ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته ورشي.
مولانا فضل الرحمان ته کابل ته د ورتګ بلنه په داسې مهال کې ورکول کېږي چې په پاکستان کې د وروستيو بريدونو له وجې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلې شوې دي. دا پاکستانی روحاني او سياستوال د طالبانو ملاتړی ګڼل کېږي.
پاکستان وايي چې پاکستاني طالبان او نورې ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې پر پاکستان بريدونه کوي. د پاکستان په وينا، دا ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې پناهځايونه لري.
د ډان نيوز له راپور سره سم، مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت له شاژدافير سردار احمد شکيب سره په ليدنه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ترهګرو تحرکات دې کنټرول کړي. ده په ډيره اسماعيل خان کې وروستي بريد ته اشاره کړې چې د نوموړي زېږونځای او ټاکنيزه حوزه ده.
دا بريد چې تېره اونۍ وشو، ۲۳ پاکستاني سرتېري پکې ووژل شول.
د پاکستان په وينا، دا بريد له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړلې ډلې تحريک جهاد پاکستان کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شاژدافير د دې بريد په تړاو احضار کړی او له هغه يې غوښتي چې کابل ته خبر ورکړي چې وروستی بريد په «بشپړه» توګه وارزوي او د عاملينو پر خلاف يې «جدي» اقدام وکړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا بريد له افغانستان سره اړه نه لري او د دې هيود له خاورې نه دی شوی. ده زياته کړې چې پاکستان بايد خپل امنيت ته متوجې وي.
