د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په افغانستان کې شاوخوا اته ميليونه ماشومان ۲۰۲۴ کال په لوږې سره پېلوي

اطلاعات روز: د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا اته ميليونه ماشومان او يا هم له هرو دریو ماشومانو يو ماشوم، ۲۰۲۴ کال په داسې حال کې پېلوي چې د لوږې له بحراني کچې سره مخ دي.

دې بنسټ په يوه تازه راپور کې چې د نوامبر په ۱۴مه (۲۳ د لیندۍ) یې خپور کړی، ليکلي چې اټکل کېږي د راتلونکي ميلادي کال تر مارچ مياشتې وړاندې به په افغانستان کې ۱۵.۸ ميليونه وګړي له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي چې ۷.۸ ميليونه تنه يې ماشومان دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان رييس ارشاد ملک ويلي: «د افغانستان په پراخه برخه کې له سخت يخ سره لوږه به د افغانستان لپاره وضعيت ډېر خطرناک کړي.»

ده زياته کړې، چې د هغوی خوراکي اړتياوې بايد پوره شي. ده همدا راز د بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د بودیجې د کمښت له کبله هره ورځ د خلکو ژوند له خطر سره مخ کېږي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ويلي، چې «زياتېدونکی يخ» هغه ټولنې ګواښي چې له وړاندې وچکالۍ، زلزلې او اقتصادي تنګلاسيو زيانمنې کړې دي.

دې بنسټ پر لوږې د نړيوال څار د سيسټم (آی پي سي) د راپور په استناد ويلي، چې اټکل کېږي په افغانستان کې به د ژمي د مياشتو پر مهال د هغو خلکو شمېر زيات شي چې د لوږې له بحران کچې او يا هم بېړنيو سطحو سره مخ دي؛ البته د تېر کال د همدې وخت په پرتله وضعيت ښه شوی دی.

په افغانستان کې د دې بنسټ رييس ويلي، چې د بشري اړتياوو د پوره کولو لپاره د بېړنيو مالي مرستو تر څنګ بايد موږ په افغانستان کې د لوږې د بحران بنسټيزو عواملو ته د رسيدګۍ هڅې وکړو؛ هغه بحران چې له اقليمي بدلونونو، اقتصادي بې ثباتۍ، کمو کاري فرصتونو او د خوراکي توکو له لوړو بيو څخه رامنځته شوی دی.

ارشاد ملک ويلي، چې افغانستان تر «ناورين وروسته ناورين» سره مخ دی، سيلاب، زلزلې او وچکالۍ د ماشومانو ژوند ستونزمن کړی دی.

ده زياته کړې، چې اوس مهال افغانستان د هغو سلګونو زرو وګړو له فشار سره مخ دی چې له پاکستان او ايران څخه راستنېږي، ده ټينګار کړی چې ۲۰۲۴ کال بايد په دې هيواد کې د ماشومانو لپاره غوره کال وي.

پر افغانستان د طالبانو تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته دا هيواد له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او مرستندويو بنسټونو بيا-بيا د ماشومانو ترمنځ د لوږې او خوارځواکۍ د کچې د زياتېدو اخطار ورکړی دی.

د روان ميلادي کال پر مهال د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو له لوري د ماشومانو د وضعيت او پر هغوی د اقتصادي کړکېچ د اغېزو په اړه ګڼ ارقام خپاره کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه