اطلاعات روز: په هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د کجکي بند په کاسه کې د اوبو د کمښت له امله اړ شوي، چې د یاد بند برېښنا د ۴۰ ورځو لپاره په کندهار او لښکرګاه ښارونو پرې کړي.
په هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال مولوي محمدقاسم رياض وايي، چې په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له امله دغلته د برېښنا او اوبو ریاستونو تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د لیندۍ) پریکړه وکړه چې تر ۴۰ ورځو به د یاد بند اوبه بندوي.
نوموړی زیاتوي، چې د کجکي بند په کاسه کې د اوبو اندازه په زياته اندازه کمه شوې، نو ځکه یاد ریاستونو د یو کډ تفاهم له لارې د یاد بند اوبه بندې او د ۴۰ ورځو لپاره به پر خلکو برېښنا قطع وي.
هغه وویل، چې د اړوندو ادارو مسوولین به هڅه به وکړي چې یاده موده کې هره ورځ د یو ساعت لپاره خلکو ته د جنراتور برېښنا برابره کړي.
د هلمند د کجکي بريښنا د دې ولايت ترڅنګ کندهار ولايت ته هم غځول شوې او خلک ترې استفاده کوي.
طالبان د کجکي په بند کې داسې مهال د اوبو د کمښت خبره کوي، چې ایران په وار وار په هلمند کې د خپلې حقابې غوښتنه کوي او وایي، چې طالبان دې د دوی حقابه ورکړي.
