لغمان کې د ٢۴٢ پرمختیایي پروژو په پلي کیدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د روان لمریز کال په اوږدو کې د څه د پاسه دوه میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴۲ بېلابېلو برخو کې پروژې پلي کړې دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر وایي، چې د یادو پروژ په پلي کیدو سره شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

نوموړی زياتوي په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د سړکونو جوړول، د کانال پاکي، د څاه ګانو ترمیم او کیندنه، استنادي دېوالونو جوړول او د ځینو پروژو بیا رغول شامل دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د پاتې نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

زرکمر زیاتوي: «په روان ۱۴۰۲ کال کې مو د شاوخوا ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴۲ بیلابیلې پروژې د مختلفو موسېسو او وزارت په بودیجه پلي کړي، چې ځینې یې بشپړې شوي او پر یوشمیر نورو کارونه روان دي، همداراز په دغه پروژو کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، دغه پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د سړکونه جوړونه، کانال پاکي، د څاه ګانو ترمیم او کیندنه، استنادي دیوالونو جوړونه او د ځینو پروژو بیا رغول شامل دي.»

نوموړی دغه راز زیاتوي د رغنیزو پروژو سربیره یې لغمان کې د مختلفو موسېساتو په همکارۍ د شاوخوا ۲.۷ میلیارده افغانیو په ارزښت له ٢١ زره بې وزله کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

هغه همداراز په دغه ولایت کې د ځینو رغنیزو پروژو د پلان او له بې وزله کورنیو سره د مرستو راجلبولو خبر هم ورکوي.

په ورته مهال د لغمان اوسیدونکي د یادو پروژو له پلي کیدو خوښ دي، خو پر ځایي طالب چارواکو نیوکه کوي چې د رغنیزو پروژو په برخه کې متوازن انکشاف ته پام نه کوي.

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی فقرالله وایي، دوی ته نه په تیر او نه د طالبانو په اوسني حکومت کې د رغنیزو پروژو، روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې د پام وړ کار نه دی شوی.

نوموړی د طالبانو له حکومت په دغه ولایت کې د پروژو په برخه کې د متوازن انکشاف د رامنځته کیدو غوښتنه کوي.

فقرالله وویل: «پروژې زیاتره په ښاري سیمو کې پلي کېږي او یا هغه سیمو کې خلک یې د طالبانو په حکومت کې په لوړ بست کار کوي، ډیره دوی بهانه کوي چې د دولت شاه ولسوالۍ خلکو له طالبانو سره د جګړو پرمهال قرباني نه ده ورکړې، نو له همدې امله هم زیاتره سیمو کې بیارغونې کار نه کېږي زمونږ غوښتنه دا ده چې باید ټولو ولسوالیو کې یو ډول پروژې پلي شي او فرق دې نه کیږي.»

بلخوا لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي ولسونو ته په دغه ولایت کې د متوازن انکشاف د رامنځته کیدو ډاډ ورکوي او وایي، د رغنیزو پروژو په برخه کې لومړیتوب هغه سیمو ته ورکوي چې په تیر کې ورته د جګړو له امله کار نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه