يونيسيف: په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲.۶ ميليون ماشومانو په ګډون ۲۳ ميليون وګړي مرستې ته اړتيا لري

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) ويلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د ۱۲.۶ ميليون ماشومانو په شمول ۲۳.۳ ميليون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

يونيسيف نن (چهارشنبه، ۲۲ د ليندۍ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې په افغانستان کې د ۱۹.۴ ميليون وګړو د بشرپالو او اساسي اړتياوو د تأمين په موخه ۱.۴ ميليارد ډالرو ته اړتيا ده.

د دې بنسټ په وينا، په افغانستان کې بشري کړکېچ د اوږدمهالې جګړې، سختو اقليمي ټکانونو او شديد اقتصادي ناورين له وجې پېښ شوی.

د يونيسيف په اعلاميه کې راغلي چې د زده کړې او کار په شمول د ژوند له ډېرو اړخونو د ښځو او نجونو شړلو په افغانستان کې بشري وضعيت بدتر کړی دی.

ملګرو ملتونو په نړۍ کې بشري کړکېچونو ته د رسيدګۍ په موخه د راتلونکې ميلادي کال پر مهال د ۴۶ ميليارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږي کوونکي دفتر (اوچا) په وينا، افغانستان د هغو پنځو هيوادونو په منځ کې دی چې زياتې بشري مرستې ته اړتيا لري.

د اوچا په وينا، د راتلونکې ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې د مرستې رسولو لپاره درې ميليارد ډالرو ته اړتيا ده.

دې دفتر د ۲۰۲۳ پر مهال د افغانستان لپاره د څلور ميليارد او شپږ ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه، خو دا بودجه تر لاسه نشوه او د اوچا په وينا، د مالي تشې له امله له می تر نومبر مياشتې ۱۰ ميليون وګړو په افغانستان کې خوراکې مرستې له لاسه ورکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه