اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې د وروستي بريد په اړه «خواشيني» ښوولې او ويلي يې دي چې دا بريد له افغانستان سره تړاو نه لري او له دې خاورې نه دی شوی.
دا بريد پرون (دوشنبه، ۲۱ د ليندۍ) د خيبرپښتونخوا په «ډيره اسماعيل خان» کې وشو او د پاکستاني چارواکو په وينا د دې هيواد ۲۳ تنه امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
د پاکستان په وينا، د دې بريد تر شا د پاکستاني طالبانو له خوځښت (ټي ټي پي) سره د تړلې ډلې تحريک جهاد پاکستان لاس دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دې بريد ته په غبرګون کې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شاژدافير احضار کړی او له ده يې غوښتي چې کابل ته خبر ورکړي چې وروستی بريد دې په «بشپړه» توګه وارزوي او د بريدګرو پر خلاف دې «جدي» اقدامات وکړي.
همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې وروستی بريد دې په «علني» توګه او په لوړه کچه وغندي.
خو د طالبانو وياند په خپلو څرګندونو کې چې نن (چهارشنبه، ۲۲ د ليندۍ) د دې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلويزون څخه خپرې شوې دي، يوازې د دې بريد په اړه «خواشيني» ښوولې او د هغه غندلو ته يې اشاره نه ده کړې.
ده ويلي چې دا بريد له افغانستان سره کومه اړيکه نه لري او د دې هيواد له خاورې نه دی شوی.
مجاهد د بريد په اړه د څېړنې موضوع ته په اشارې ويلي چې که معلومات له طالبانو سره شريک شي، دا ډله به حتما څېړنه کوي.
ده زياته کړې چې د پروني بريد ځای له افغانستانه سلګونه کيلوميټره ليرې دی او د ده په وينا، داسې ساحه ده چې هلته پاکستاني امنيتي ځواکونه «ځواکمن» دي او بايد برید تر کېدو وړاندې شنډ شوی وای.
مجاهد ويلي: «دا بريد بايد تر کېدو وړاندې شنډ شوی وای چې متأسفانه نه دی شوی، دوی (پاکستانيان) بايد خپل امنيت ته پام وکړي. هره موضوع له بل هيواد سره تړل حللاره نه ده. په هر صورت موږ هم هغه موضوعات ارزوو چې دوی مطرح کړي.»
همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا هيواد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د رهبرۍ د نيولو او پاکستان ته يې د سپارلو غوښتونکی دی.
دې وزارت ټينګار کړی چې طالبان بايد ټول اقدامات ترسره کړي تر څو تروريستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف ونه کاروي.
